اسرائیل د پنجشنبې په ورځ د لبنان په سويلي برخو کې د پراخې تخلیې امرو ورکړ. اسرائیل د ایران ملاتړي د حزب الله ترهګرې ډلې سره د مخ په ز یاتیدونکې شخړې په ترڅ کې د بیروت د څو سویلي سیمو ټولو اوسیدونکو ته د فوري وتلو امر کړی.
د اسرائیلو پوځ د عربي ژبې ویاندې یاندې ډګروال ايلا واوية په ایکس ټولنیزې شبکې کې ویلي چې برج البراجنه، حدث، حریت هریک او چیاه هغه سیمې دې چې باید تخلیه شي.
د لبنان ملي خبري اژانس د پنجشنبې په سهار د بیروت په سویلي سیمو کې د تازه بریدونو خبر ورکړی خو د تلفاتو په اړه يي سملاسي څه نه دي ویلي.
د لبنان د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ د مرګ او ژوبلې تازه شمیرې خپرې کړي او يلي يي د چې د اسراییلو په بریدونو کې ۷۲ کسان وژل شوي او ۴۳۷ نور ټپیان دي.
د اسرائیل پوځ ویلي چې له ۳ سو زرو څخه ډیر خلک بې ځایه شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت زیاته وي چې ۸۳،۸۴۷ کسان چې ۱۸،۰۳۳ کورنۍ کیږي د حکومت لخوا ټاکل شویو پناه ځایونو کې نوم لیکنه کړې ده.
د اسرائیل دفاعي ځواک منلې چې د دوی د ۴۰۱ زغره والې لوا دوه سرتیري د چهارشنبې په ورځ په ځمکنیو عملیاتو کې د حزب الله د ټانک ضد توغندي له امله ټپیان شوي چې دا د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د اسرائیل لومړي پوځي تلفات دي.
د حزب الله مشر نعیم قاسم د چهارشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي چې ډله به يي تسلیم نه شي. د اسرائیل هوايي ځواک وايي چې دوی په بیروت کې د حزب الله د ترهګرې ډلې د هوايي قوماندې سربیره د قوماندې په څو مرکزونو باندې د شپې له خوا بریدونه ترسره کړي.
د اسرائیل هوايي ځواک زیاته وي چې د ۹۱ مې فرقې ځواکونو د لبنان په سویل کې د حزب الله ډلې هغه فعالین پېژندلي او وژلي چې هڅه يي کوله هغې ودانې ته د ننه شي چې د دې ډلې مرکزي دفتر په توګه کارول کیده.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي چې له لبنان څخه د اسرائیل خاورې ته څو توغول شوي توغندي پېژندلي شوي ډیری یې شنډ شوي دي. په دغو توغندیو کې د پیښې مرګ او ژبلې په هکله څه نه دي ویل شوي. متحده ایالاتو په ۱۹۹۷ کې حزب الله د بهرني ترهګر سازمان په توګه پیژندلې دې .