د ایوانکا ټرمپ کتاب پښتو ته وژباړل شو 

شفیقه خپلواک وايي شاید دا کتاب لوستونکو د پرمختګ ډېرې انګیزې ورکړي

د افغانستان ځوانې شاعرې او لیکوالې شفیقې خپلواک د ولسمشر ټرمپ د لور ایوانکا ټرمپ کتاب( هغه ښځې چې کار کوي) پښتو ته وژباړه.

دا کتاب شپږ څپرکي لري او تر ډېره د ایوانکا ټرمپ په شخصي او کاري تجربو لیکل شوی دی چې د ژباړنې شفیقې په خبره ښځو ته د کار، ژوند او مشرتابه په برخو کې ښې مشورې، لارښوونې او انګیزې ورکوي.

دا کتاب په کابل کې د اکسوس کتاب خپرندوی چاپ کړی دی.

شفیقې خپلواک امریکا غږ اشنا ته وویل "د لیکوالې د نوم په لیدو ښايي ‌‌‌‌‌‌ډېر د دې کتاب لوستو ته زړه ښه کړي او ښايي ډېر ترې تېر شي. خو دا کتاب هغو ښځو ته چې هم غواړي کار وکړي هم د کورنۍ له غیږې جلا نه شي او کلکې شخصي اړیکې ولري ‌‌‌‌‌‌ډېر څه زده کېدو ته لري.هغوی چې باور نه لري ښځه کولی شي اغیزناکه مشره، تکړه سوداګره ښه مور، میرمن، لور او خور واوسي دا کتاب به ورته ثابته کړي چې دا هر څه ممکن دي".

Your browser doesn’t support HTML5

د شفیقې خپلواک سره د جعفر هاند مرکه دلته واورئ