د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتو ژبې د داستاني اثارو وتلی ليکوال سعدالدین شپون مړ شو


سعدالدین شپون
سعدالدین شپون

ښاغلي شپون د تیر یو کال راهیسې د ورپيښې ناروغۍ له امله رنځ ګاله او د تیرو څو اونیو راهیسې په روغتون کې بستري شوی و. هغه دوه زامن او دوه لوڼې هم لري.

په ادبي ژوند کې يي ګڼ شمیر تحقیقي لیکنې کړي او روان نثر یي په معاصرو ادبیانو کې ډیر زیات د پام وړ او خاص ګڼل کیږي. مرحوم شپون خپلې لومړنۍ زده کړې د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په سيمه ايز ښوونځي کې کړې وې او منځنۍ زده کړې يي په کابل او د حبیبې لیسې څخه يي د دولسم ټولګي د فراغت سند ترلاسه کړې و. لوړې زده کړې يي د ماسټرۍ تر درجې په امريکا کې سر ته ورسولې. مرحوم شپون اوولس کاله د امریکاغږ پښتو رادیو سره هم همکاري کړې وه.

د مرحوم شپون د میرمن زرمینې شپون په وینا، د مرحوم شپون نه د ناروغۍ له امله یو کتاب لیکل په نیمايي کې پاتې شو. مرحوم شپون تراوسه دغه اثار چاپ شوي دي:

۱- و نه و یو شپون و

۲- شین ټاغی

۳- ګټیالی

۴- د سمڅې یاران

۵- د بنګي غاړه

۶- ښایستو

د شپون کورنۍ په پام کې لري چې د مرحوم جنازه افغانستان ته انتقال او هلته يي خاورو ته وسپاري.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG