د ټرمپ حکومت وايي چې جاپان د متحدو ایالتونو په دریو صنعتي او تاسیساتي پروژو کې د تقریبآ ۳۶ میلیارډ ډالرو پانګوونې ته ځان برابروي چې په دوې کې د حیاتي منرالونو، تیلو، ګازو او د برېښنا تولید پروژې هم شاملې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغې تجارتي معاملې د مذاکراتو لومړی پړاو تېرکال تر سره وشو.
د متحدو ایالتونو د تجارت وزارت په یو معلوماتي بیان کې، چې تېره ورځ خپور شو، ویل شوي دي، په متحدو ایالتونو کې د جاپان د ۵۵۰ میلیارد ډالرو پانګوونې د پیل لپاره درې پروژې دي.
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ په ټروټ سوشل کې ولیکل چې «له جاپان سره زموږ لویه تجارتي معامله پیل شوه. جاپان په متحدو ایالتونو کې د خپلو ۵۵۰ میلیارد ډالرو د پانګونې د ژمنې په اساس اوس په رسمي او مالي توګه د خپلې پانګوونې د لومړۍ مرحلې په لوري حرکت کوي- دا د امریکا د صنعتي بنسټ د بیا احیا کولو، د زرګونو عالي دندو د پیدا کولو او د خپل ملي او اقتصادي امنیت د بېساري غښتلي کولو یوه برخه ده.»
د دغې معاملې مهمه برخه د اوهایو ایالت د پورتسموت په سیمه کې د طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید په یوې فابریکې کې د ۳۳ میلیارد ډالرو پانګونه ده، چې اټکل کېږي ۹.۲ ګیګاواټه برېښنا تولید کړي. په دې سره به دا په متحدو ایالتونو کې د برېښنا د تولید یوه لویه پروژه وي.
د اقتصاد چارواکي وايي چې د (SoftBank) سبسایډي لرونکي (SB Energy) څانګه به د دغو چارو مشري په غاړه لري.
د دې ترڅنګ، جاپان د تکساس د خلیج ساحل په ژورو اوبو کې د خامو تیلو په صادراتو کې ۲.۱ میلیارد ډالر پانګوونه هم کوي، چې د (Sentinel Midstream) شرکت به یې مخې ته وړي.
د سوداګرۍ چارواکي وایي چې دا به د متحدو ایالتونو د خامو تیلو صادراتو ته یوه نوې لاره برابره کړي.
مقامات وايي چې درېیمه په جورجیا کې د الماسو د ذراتو د تولید پروژه ده. د الماسو ذرات کربن لرونکې حیاتي ماده ده چې په صنعتي او د انرژۍ په اپلیکېشنونو کې کارول کېږي.
د ۶۰۰ میلیون ډالرو دا پانګوونه به د منصوعي الماسو د تولید له یو شرکت Element Six سره وشي.