جنسن هوانګ او انویډیا د کانګرس په غونډو کې حاضریدو سره هوکړه وکړه

ټاکل شوېده د انویډیا شرکت پخوانی اجرایوي مشر جنسن هوانګ او ددغه شرکت سلاکار ټم ټیټر په داوطلبانه شکل د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې، د چین په اړه په یوې منتخبه کمیټه او د استخباراتو په کمیټه کې راڅرګند شي.

دا خبره د منتخبې کمیتې مشرانو جان مولینار، برایڼ مسټ او ریک کراوفورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره کړې ده.

د کانګرس دغو دریو غړو په اعلامیه کې ویل شوي:"موږ په تمه یو چې د جنسن هوانګ او ټم ټیټر څخه د خپل هیواد د ملي امنیت په احتمالي سرغړونې کې د دوی د رول په اړه واورو."

په اعلامیه کې زیاته شوې" د امریکا خلک د ښاغلي هوانګ او انویډیا د رول په اړه ځوابونو ته اړتیا لري چې د خطرناکه چینایي کمونیستي ګوند (PRC) کړیو ته زموږ تر ټولو پرمختللو چپونو ته د لاسرسي اجازه ورکړې، او همدارنګه په دې رسوايۍ کې د یو احتمالي چینايي استخباراتي کس رول په اړه."

ټاکل شوې ده جنسن هوانګ د ډسمبر په لومړۍ نیټه او د انویډیا ستر سلاکار ټم ټیټر د ډسمبر په دویمه نیته د لیکل کیدونکو مرکو لپاره راڅرګند شي.

د چین د جاسوسۍ تر تورونو وروسته، انویډیا امنیتي کمیټه جوړه کړې

د ټکنالوژۍ د ډګر سترې امریکایي کمپنۍ انویډیا وایي د بورډ په کچه یې یوه نوې کمیټه جوړه کړې څو د ملي امنیت او د صادراتو د کنټرول په هدف یې یوه نوې کمیټه جوړه کړېده.

دغه اقدام وروسته له هغه وشو چې له یوې میرمنې سره چې د امریکا استخبارات یې د چین مشکوکه جاسوسه بولي، د یاد شرکت د پخواني اجرایوي مشر د اړیکو په اړه راپورونه خپاره شول.

انویډیا د سه شنبې په ورځ (نومبر ۱۷) اعلان وکړ چې نوې رامنځ ته شوې کمیټه به د شرکت د ملي امنیت پالیسیو، د صادراتو د کنټرول د هوکړو او د نړیوال تجارت د خطر مدیریت د څارنې مسؤلیت ولري.

یاد شرکت زیاته کړیده چې د دریو غړو لرونکې دغه کمیټه به په هره ربع کې حد اقل یو ځل غونډه کوي او له خپلواکو کارپوهانو سره به په کار کولو سره د شرکت د امنیت او نړیوال تجارت د هوکړو د پیاوړتیا په برخه کې کار کوي.

د انویډیا په اعلامیه کې راغلي دي چې "ددغه کمیټې مشري به ډایرکټره سوزاني نورا جانسن کوي او غړي به یې ډایکریټران ستیفن سي نیل او جان او دابیري وي. "

دغه اعلان وروسته له هغه وشو چې د انویډیا شرکت اجرایوي مشر جنسن هوانګ تیره اوونۍ استعفا ورکړه.

هوانګ وروسته له هغه استعفا ورکړه چې د الیس هوانګ سره چې په سنګاپور کې د میګاسپیډ انټرنشنل کمپنۍ پخواني اجرایوي مسوله وه، د اړیکو په اړه راپورونه خپاره شول.

د امریکایي قانون جوړونکو او د رسنیو د راپورونو پر اساس، د امریکا استخباراتي چارواکو په دې شک کړی چې دغه تجاره میرمن د چین له استخباراتو سره اړیکې لري.

په میګاسپیډ انټرنشنل همدارنګه شک دی چې د انویډیا پرمختللي چیپونه چین لپاره بدلوي، کوم چې د امریکا د صادراتو د کنټرول څخه سرغړونه کیږي.

د انویډیا شرکت مشر هاروي جونز د سه‌شنبې په ورځ وویل چې شرکت ژمن دی د حکومتي او صنعتي شریکانو سره په ګډه کار وکړي ترڅو د ټکنالوژیکي نوښت د ملاتړ په کولو، ملي امنیت خوندي کړي.

جونز وویل: "موږ ژمن یو چې د حکومتي او صنعتي شریکانو سره په رغنده توګه کار وکړو ترڅو د یوه داسې پیاوړې چوکاټ جوړولو او پرمخ وړلو کې مرسته وکړو چې د ملي امنیت د ساتنې لپاره زموږ له ټولو وسایلو څخه کار واخیستل شي او په ورته وخت کې د ټکنالوژیکي نوښتونو د دوام ملاتړ وشي."

په ورته وخت کې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په مانیلا کې د عکس اخیستنې پر مهال، د نوې کمیټې د جوړولو لپاره د شرکت د پرېکړې هرکلی وکړ.

ولسمشر ټرمپ وویل: ”دا یوه غوره کمپنۍ ده. دا غوره مفکوره ده.”

د انویډیا کمپنۍ پرمختللي چپونه تر ډیره په سوپر استخباراتي سیستمونو او ډیټا سنټرونو کې "چې تر ډیره د مصنوعي هوښ په نامه پيژندل کیږي" کارول کیږي، خو چین ته یې پلور د امریکا د استخباراتو د محدودیتونو پر اساس منع دی او هدف یې د امریکایي ټکنالوژۍ د حساسیتونو خوندیتوب دی.