چارواکي: د جوزجان خُم‌آب ولسوالي مو بېرته له طالبانو ونیوله

د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو تر یو کال تېرېدو وروسته د دغه ولایت خُم‌آب ولسوالي بیرته له طالبانو څخه ونیوله.

د جوزجان والي ویاند معروف اذر نن شنبه اپرېل۱۱(وري۲۳) امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونو تېره شپه د یادي ولسوالۍ له پنځو کلیو څخه وسله وال طالبان ایستلي دي.

ښاغلي اذر زیاته کړه چې د یادو عملیاتو په مهال د ملا عبدالرحیم په نوم د طالبانو د یو قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل: " د عملیاتو په مهال د ولسوالۍ د مرکز اړوند پنځه کلي د افغان امنیتي ځواکونو لخوا تصفیه شوي، ۱۵ موټرسایکلونه تخریب شوي، لس ماینونه خنثی شوي، څلور طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي."

د جوزجان سیمه ایز چارواکي وايي په دغه عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی او یوازي یو ټانک زیانمن شوی دی.

وسله والو طالبانو یاده ولسوالي د ۱۳۹۷ کال د وږې په ۱۹ تر یوې سختې جګړې وروسته له افغان ځواکونو څخه نیولې وه.

خُم‌آب د جوزجان ولایت له نا امنه ولسوالیو څخه ده چې په لرو پرتو سیمو کې وسله وال طالبان فعالیت لري. طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.