د کابل موټر بم برید کې د وژل کسانو شمېر ۱۲ تنو ته ورسېد

د کابل ښار د ننني موټر بم برید د ځای انځور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۷ بجې او ۲۵ دقیقې د کابل ښار "قصبې" سیمې موټر بم برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ تنو ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت وايي، یاد برید د ټونس موټر په واسطه د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند "قسیم سړک" سیمه کې د "GARDAWORLD" په نوم د یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ پر لنډکروزر موټر شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۳مه "لړم۲۲مه" خبریالانو ته وویل، چې په یاد برید کې ۱۲ واړه وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاد برید کې د درې ماشومانو په ګډون شل تنه ټپیان شوي، چې څلور تنه یې د "GARDAWORLD" امنیتي کمپنۍ بهرني کار کوونکي دي.

د عیني شاهدانو په وینا چاودنه ډېره قوي وه، چې له امله د نژدې کورونو ښيښي ماتي شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دغه برید غندلی دی.

تر دا مهاله د دغه موټر بم برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.