د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښار د تېري شپې چاودنې ۱۶تنه وژلي ۱۱۹ټپيان دي


تر دې مخکې هم پر یاد کمپ باندې طالبانو بریدونه کړي دي
تر دې مخکې هم پر یاد کمپ باندې طالبانو بریدونه کړي دي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د ګرين ويلیج په نوم کمپ باندې د تيري شپې چاودنه کې۱۶تنه وژل شوي او ۱۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

په قابل بای سیمه کې پر یاد کمپ دغه چاودنه تېره شپه ۹:۴۵ دقیقې رامنځته شوه، چې غږ یې د کابل ښار په لیري پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی دی.

دغه وزارت نن سې شنبه د «وږې میاشتې پر۱۲مه»په يوه اعلاميه کې ويلي چې په وژل شوو او ټپيانو کې ملکي وګړي او د دغه کمپ کار کوونکي شامل دي.

د کابل د تېرې شپې چاودنې ټپیان
د کابل د تېرې شپې چاودنې ټپیان

بيان زياتوي چې دغه چاودنه د تراکتور په مرسته تر سره شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د چاودنې پر مهال په سيمه کې يو تېل پمپ هم اور اخیستى او تر څنګ يې د ملکي وګړو ګڼ کورونه هم تخريب شوي دي.

دغه وزارت وايي، افغان ځواکونو هغه پنځه طالبان هم وژلي، چې تر چاودنې وروسته يې پر دغه کمپ د بريد پلان درلود.

بيان وايي، د پاک سازې عمليات نن سهار پنځه بجې پاى ته ورسېدل او ۴سوه بهرنيان خوندي ځاى ته انتقال شوي دي.

بلخوا د کابل ښار د قابل بای سیمې یو شمېر اوسېدونکو تېره شپه پر ګرین ویلیج کمپ د طالبانو تر موټر بم چاودنې وروسته نن سې شنبه په سیمه کې پراخه مظاهره پیل کړې ده.

دوی وايي، په دغه چاودنه کې دوی ته هم مالي او ځاني زیانونه رسېدلي او وايي، چې دغه کمپ باید له دغه سیمې څخه وایستل شي. ویل کېږي دغه مظاهره هم په تاوتریخوالې اوښتې ده، تر دا مهاله له دغې مظاهرې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

له تېرې شپې د پېښې په ځای کې د کابل ـ جلال اباد ترمنځ دغه غځېدلې هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د دغه برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی، د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي، چې تر موټر بم برید وروسته وسله والو پر دغه کمپ ډله ییز برید کړی دی.

طالبانو په دغه برید کې ګڼو بهرنیانو او د دغه کمپ کار کوونکو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د دغه برید مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی
د دغه برید مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی

طالبان پر داسې مهال په کابل کې د بهرنیانو یو کمپ په نښه کوي، چې دغه ډله له امریکا سره د سولې په اړه وروستو پړاونو ته رسېدلې ده.

د تېرې یکشنبې په شپه د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو نهم پړاو مذاکرات ختم شول.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم څو ځله پر دغه کمپ باندې وسله والو طالبانو موټر بم او ډله ییز بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG