دکندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت زیات شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د تریاکو بزګران وايي چې د کوکنارو د کښت د زیات والي عمده لاملونه بیکاري او د بدیل معیشت د پروژو نه شتون دی.

د سنځري سیمې کې د تریاکو کروندګر وايي چې له ناچارۍ يې دا تریاک کرلي او حکومت ورسره پر کړو ژمنو عمل ندی کړی.

د تریاکو کښتونه اوس ګلانو ته رسیدلي او د ګل تر رژیدو وروسته يې د نېښ وهلو مرحله شروع کیږي. سره له دې چې کروندګر د تریاکو له سږنۍ بيې څخه خوشحاله نه دي خو زیاته وي چې ډیری ځمکه والو پدې نیت د تریاکو کښت کړی چې ممکن راتلونکې کې يې نرخ پورته لاړ شي.

د تریاکو د کښت څخه وړاندې د کندهار ولایتي ادارې ټينګار درلود چې د سږني کښت پر وړاندې به جدي هلې ځلې وکړي خو برعکس نه یواځې چې په نا امنه سیمو کې تریاک کرل شوي د حکومت د حاکمیت لاندي سیمو کې هم په پراخه کچه د تریاکو پټي تر سترګو کیږي.

لاهم په کندهار کې د کرول شویو تریاکو کره اندازه معلومه نه ده خو ځايي خلک باوري دي چې په کښت کې زیاتوالی هرومرو راغلی.