خلیلزاد: په افغانستان کې هدفي وژنې د سولې بهیر ګواښي

زلمی خلیلزاد داسې مهال دا خبرې کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې هدفي وژنې زیاتې شو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د هدفي بریدونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ پر اجرائیوي مشر یوسف رشید، د افغانستان د محابسو ادارې پر ډاکترانو، د ښځو د حقونو پر مدني فعالې فرشته کوهستانۍ او یو شمېر نورو فعالانو وروستي بریدونه غندلي دي.

هغه تیره شپه د ډسمبر۲۴ (مرغومې څلورمه) په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي: "د یوسف رشید وژنه د غندنې ده. موږ یې غندو. موږ د هغو ډاکترانو چې څرخي پله کې کار کاوه او د ښځو د حقونو فعالې، فرشته کوهستانۍ، وژنه هم غندو. د دغو ترهګریزو بریدونو تر شا کسانو سره باید حساب وشي."

نوموړي د هدفي بریدونو دوام د افغان سولې بهیر ته ګواښ بللی او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانسان اسلامي جمهوریت او طالبانو پر مذاکراتي ټېمونو هم غږ کړی چې د سولې په اړه خپلې هڅې دوه برابره کړي: "دا هدفي وژنې او قتلونه باید بند شي. دا د سولې بهیر ګواښوي. افغانان سوله غواړي. اوربند او سیاسي جوړجاړی بیړني دي. زه له مذاکره کوونکو ډلو غواړم چې خپلې هڅې دوچنده کړي. موږ مرسته کولو ته چمتو یو."

د تیرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید په کابل ښار کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شو.

پر یوسف رشید برید په کابل کې د امریکا سفارت، ملګرو ملتونو او ارګ لخوا هم وغندل شو.

د دې ترڅنګ په تېرو شااوخوا دوو میاشتو کې پنځه تنه افغان خبریالان هم په ډزو او ماین چاودنو کې وژل شوي چې دي.

تر دا مهاله د دغه بریدونو او ماین چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.