د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې په پرونۍ چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي


دغه موټر بم چاودنه تېره ورځ په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو د استازي خان محمد وردګ د موټرو په کاروان شوې وه.
دغه موټر بم چاودنه تېره ورځ په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو د استازي خان محمد وردګ د موټرو په کاروان شوې وه.

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل په پروني موټر بم برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي صالح ویلي چې په وژل شوو کې یو یې ۶ کلن ماشوم و.

د موټر بم دا چاودنه پرون یکشنبه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «سپین کلي» سیمه کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي خان محمد وردګ د موټرو په کاروان وشوه چې هغه هم پکې ټپي شوی دی.

امرالله صالح ویلي چې اکثره کسان د چاودنې سیمې ته نږدې د شیشو ماتېدو له امله ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د ټپيانو له ډلې دا مهال یوازې ۶ یې په روغتون کې دې او پاتې نور تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې د خان محمد وردګ د موټرو کاروان تر رارسېدو مخکې په سیمه کې یو سراچه موټر ولاړ و.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي تېره ورځ د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې پدې برید کې ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

امنیتي چارواکو ویلي و چې د پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي.

دغه موټر بم برید چې تر دا مهاله یې کومې وسله والې ډلې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا غندل شوې ده.

دغه موټر بم چاودنه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي خان محمد وردګ پر موټریز کاروان وشوه.
دغه موټر بم چاودنه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي خان محمد وردګ پر موټریز کاروان وشوه.

د تیرې ورځې معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، په کابل ښار کې د نننۍ چاودنې له امله ۹ تنه وژل شوي او د ولسي جرګې د یوه غړي خان محمد وردګ په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن یکشنبه سهار ډسمبر ۲۰ (لېندۍ ۳۰) د کابل ښار د پنځمي امنیتي حوزې «سپین کلي» سیمه کې د ولسې جرګې د غړي د خان محمد وردګ پر موټریز کاروان شوې ده. ښاغلي وردګ په پیښه کې ټپي شوی دی، خو روغتیایي حالت یې ښه دی.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، چاودنه د موټر بم له امله رامنځته شوې چې په وینا یې ۹ ولسي وګړي پکې وژل شوي او ۲۰ نور پکې ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویاند طارق ارین هم له رسنیو سره په شریک کړل شوو معلوماتو کې ویلي چې د چاودنې له امله په سیمه کې نژدې کورنو ته هم ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

هغه زیاته کړې چې په چاودنه کې ښځې، ماشومان او د زاړه عمر کسان هم ټپیان شوي چې په وینا یې د مرګ ژوبلې ارقام کېدایشي تغیر وکړي.

پر همدې مهال د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي امریکا غږ ته وویل چې د کابل له نننۍ چاودنې پنځه جسدونه او ۱۲ ټپیان د کابل ښار روغتونو انتقال شوي دي.

د هغه په وینا یاد مړي او ټپيان عدلي طب او د روغتیا وزارت اړوند نورو روغتونونو ته وروړل شوي دي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو انځورنو کې لیدل کیږي چې د پېښې په ځای کې په دوو موټرو کې اورلګېدلی دی.

تر دامهاله د یادې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې تیره اونۍ د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي او د هغه یو سکرټر د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG