د بریتانیا پادشاه: د امریکا او بریتانیا ایتلاف نه ماتېدونکی دی

د بریتانیا پادشاه چارلس درېم د سه شنبې په ورځ (اپریل ۲۸) د امریکا په کانګرس کې د وینا پرمهال د شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د میلمستیا پرمهال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو هڅه وغندله.

نوموړي چې امریکا ته د خپل څلور ورځني سفر په دویمه ورځ خبرې کولې وویل، د برید هدف د امریکا رهبري ته زیان رسول او پراخې ویرې او نفاق ته لمن وهل وو.

د بریتانیا پادشاه کانګرس ته وویل:"د تاوتریخوالي دا ډول اعمال به هیڅکله بریالي نشي."

چارلس د بریتانیا او متحدو ایالتو ترمنځ نه تکراریدونکي او نه ماتیدونکي ائتلاف ته اشاره وکړه او د هغو مشترکو ارزښتونو د ساتلو لپاره یې د یووالي غږ وکړ چې دواړه هیوادونه یې د لسیزو راهیسې د پیاړو متحدینو په توګه ساتلي دي.

نوموړي وویل:" نن موږ په یوه نوي عصر کې یو خو هغه ارزښتونه په ځای دي. زما په نظر دا داسې یو عصر دی چې له ډیرو اړخونو زیات بې ثباته او خطرناک دی د هغې نړۍ په نسبت چې زما مور په ۱۹۹۱ کال کې په دې مجلس کې وینا وکړه."

د بریتانیا پادشاه زیاته کړه" هغه ننګونې چې موږ ورسره مخ یو د هر هیواد لپاره ډیرې زیاتې دي چې بار یې یوازې واخلې. خو د نه اټکل وړ دې چاپیریال کې، زموږ اتحاد نشي کولی په تیرو لاسته راوړنو تکیه وکړي او یا دا فرض کړي چې بنسټیز اصول په آسانۍ سره دوام کوي."

چارلس چې په ۱۹۹۱ کال کې د کانګرس دواړو مجلسونو ته د خپلې مور دویمې ملکې الیزابت له وینا راوروسته، د لومړي ځل لپاره دې مجلس ته وینا کوله ، د متحدو ایالتونو او بریتانیا ترمنځ د مشارکت د نوې کیدو غږ وکړ.

نوموړي وویل:" نوی کیدل نن په امنیت پیلیږي. بریتانیا دا په مني کوي کوم ګواښونه چې موږ سره مخ یو د بریټانیا په دفاع کې د تغیر غوښتنه کوي. له همدې امله ددې لپاره چې زموږ هیواد د راتلونکې لپاره چمتو وي، ژمن دی چې د سړې جګړې راوروسته د دفاعي مصارفو زیاتوالي وساتي."

د نوموړي وینا همدارنګه د اروپا او متحدو ایالتونو ترمنځ د اتلانتیک د دواړو غاړو اتحاد ته اشاره وکړه کوم چې د نوموړي په وینا، تر بل هر وخته اوس ډیر مهم دی.

پادشاه چارلس وویل واقعي او دایمي سولې ته د رسیدو په هدف د اوکراین دفاع او د یاد هیواد میړني خلک عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

د سه شنبې په لومړیو کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بریتانیا پادشاه په سپینه ماڼۍ کې وکتل. ولسمشر ټرمپ د پادشاه د ښه راغلاست په مراسمو کې د متحدو ایالتونو او بریټانیا ترمنځ د ځانګړې پیوند په اړه بحث وکړ.

ولسمشر ټرمپ وویل:" زموږ د خپلواکۍ د ترلاسه کیدو څخه په راوروسته پیړیو کې امریکایانو د بریټانویانو په نسبت نږدې ملګري نه درلودل. موږ مشترکه ریښه لرو، په یوه ژبه خبرې کوو. یو ډول ارزښتونه لرو او زموږ جنګیالیو د دوو سور، سپین او ابي بیرغونو لاندې، د ورته فوق العاده تمدن څخه دفاع کړېده."

دا سفر د متحدو ایالتونو او بریټانیا په اړیکو کې د یو څه سړوالي وروسته ترسره کیږي. ولسمشر ټرمپ تیره اوونۍ خبرداری ورکړ که بریتانیا د امریکا د ټکنالوژي پر کمپینو د دیجیتالي خدماتو مالیه معاف نکړي پر هغه هیواد به احتمالا تعرفې وضع کړي.

په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونو پر ایران بریدونه وکړل، ټرمپ د ایران د قابلیتونو په کمیدو او د هرمز تنګي د امنیت په ساتلو کې د بریټانیا په نه ګډون انتقاد وکړ

د بریټانیا صدراعظم کییر ستارمر وویل هیواد یې د جګړې جز ندی او نوموړی د بریټانیا د خلکو ګټو ته په پام اقدام کوي. بریتانیا، فرانسې او نورو اروپایيي هیوادونو د جګړې له ختمیدو وروسته د هرمز تنګي د امنیت د ساتلو د هڅو په اړه بحث کړی دی.