کرملین د سه شنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږي ۲۷) وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د دغه هېواد د ملیشه ډلې واګنر د مشر یوګیني پریګوژین، چې تیره اونۍ د الوتکې غورځیدو کې مړ شو، په جنازې کې ګډون ونکړي.
پریګوزین د پوتین یو باوري کس و خو وروسته "غدار" وبلل شو. نوموړی تېره چهارشنبې، دوه میاشتې وروسته له هغې ووژل شو چې خپلو سرتیرو ته یې د روسیې د پوځي مشرتابه د نسکورولو امر وکړ. د څارونکو په باور، دا په روسیې کې د پوتین د واکمنۍ په خلاف ترټولو ستره ننګونه وه.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د سه شنبې په ورځ د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پوتین به په جنازه کې ګډون وکړي که نه، وویل: "د پوتین د ګډون پیش بیني نه کیږي."
پریګوژین ۶۲ کلن و او تر اوسه یې د ښخولو نیټه او ځای ندی اعلان شوی.
پیسکوف زیاته کړه: "موږ په ځانګړي ډول د جنازې په اړه معلومات نه لرو. په دې اړه پریکړه د هغه د کورنۍ او ملګرو لخوا کیږي."
پوتین تیره اونۍ پریګوژین د یو داسې کس په توګه یاد کړ چې "په خپل ژوند کې یې جدي تېروتنې کړې وې، خو لاسته راوړنې یې هم لرلې."
کرملین هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د جون په میاشت کې د مسکو په خلاف د واګنر د درېدو د پېښې د غچ اخیستلو دپاره یې د پریګوژین د الوتکې د راغورځولو دسیسه جوړه کړې ده.