د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: پریګوژین 'تیروتنې' وکړې خو 'لاسته راوړنې' یې هم درلودې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، نن پنجشنبې، د اګست ۲۴ (وږي ۲مه) د لومړي ځل لپاره د واګنر ډلې مشر، یوګیني پریګوژین د الوتکې د نسکورېدو وروسته غبرګون ښودلی او د هغه له کورنۍ سره یې "خواخوږي" څرګنده کړې ده.

د روسيې د هوايي چلند ادارې د چهارشنبې په ورځ (اګست ۲۳مه) خبر ورکړ، چې پرګوژين په هغه الوتکه کې حضور درلود، کوم چې د روسيې په شمال لويديځ کې ولوېدله او په کې سپاره ټول کسان ووژل شول.

پوتین په یوې ټلویزیوني ناستې کې یاده پېښه یوه تراژیدي وبلله او ویې ویل: "لومړی غواړم د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګند کړم."

پوتین زیاته کړه: "ما پریګوژین د ۹۰مې لسیزې له لومړیو راهیسې پېژانده. هغه یو پېچلی برخلیک درلود او په ژوند کې یې جدي تېروتنې وکړې، خو سمې لاسته راوړنې یې هم درلودې."

ښاغلي پوتین دا هم وویل: "تر هغه ځایه چې زه پوهیږم، پریګوژین پرون له افریقا څخه راستون شو او هلته له یو شمېر رسمي چارواکو سره لیدنې کتنې درلودل."

په ورته وخت کې پوتین وویل، چې د الوتکې د نسکوریدو په اړه تحقیقات پیل شوي دي، "خو یو څه وخت به ونیسي."

مسکو ته څیرمه د الوتکې د نسکوریدو پيښه، چې د پریګوژین په ګډون د نوموړي د ځینو نږدې کسانو د وژل کیدو لامل شو، د واګنر ګروپ د مشر د احتمالي ترور په اړه یې سختې ګنګوسې را ولاړې کړې دي.

پریګوژین د جون په میاشت کې د روسیې د پوځي مشرتابه پر وړاندې دپاڅون څخه وروسته د پوتین لخوا "غدار" ونومول شو.

یو میاشت مخکې د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه کړې وه چې پریګوژین به له منځه وړي، خو هغه پوتین قانع کړی و چې داسې ونه کړي.

لوکاشینکو زیاته کړه: "ما پوتین ته وړاندیز وکړ چې بېړه مه کوه او راځه پریګوژین او د هغه له قوماندانانو سره خبرې وکړو. هغه راته وویل چې، ساشا دا کار هیڅ ګټه نه لري. هغه ( پریګوژین) حتی ټیلیفون ته هم ځواب نه ورکوي او نه غواړي له چا سره خبرې وکړي.''

د واګنر ډلې مشر یوګني پریګوژین، د جون ۲۳مه، د یو لړ ویډیوګانو او غږیزو پیغامونو په خپرولو سره د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو پدې تورن کړ چې د دې ډلې پر پوځي اډې یې د راکټي برید امر کړی او زیاته کړې یې وه، چې د دوی ځواکونه به اوس شویګو ته په وسله وال بغاوت کې سزا ورکړي. هغه د روسیې له پوځ څخه وغوښتل چې مقاومت ونه کړي.

مسکو ته نږدې د نسکور شوې الوتکې د وژل شویو کسانو په منځ کې دیمتري اوتکین هم و. نوموړي هغه پټ شخصیت و چې د واګنر ډلې عملیات یې پرمخ وړل او ظاهرا یې د روسیې په پوځي استخباراتو کې دنده ترسره کوله.

پوتین همداراز وویل، چې د واګنر غړو چې د الوتکې د نسکوریدو په پیښه کې وژل شوي دي، د اوکراین په جګړه کې یې له مسکو سره "د پام وړ ونډه" تر سره کړې ده.‌ هغه زیاته کړه: "موږ دا په یاد لرو، پوهیږو او هیر به یې نه کړو. "

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG