په کویت کې د ایران په برید کي یو هندي کارګر وژل شوی

په داسې حال کې چې په ګاونډیو هېوادونو کې په ولسي تاسیساتو باندې د ایران د ترهګر رژیم بریدونه روان دي، کويت وايي چې د یکشنبې په ورځ (مارچ۲۹) یې د اوبو د تصفیې په یوې فابریکې کې د ایران په برید کې یو هندي کارکوونکی وژل شوی دی.

د کویت د اوبو، برېښنا او نوې کېدونکې انرژۍ وزارت وايي چې په دغه برید کې د فابریکې ودانۍ هم زیانمنه شوې ده. وزارت نه دي ویلي چې د ایران دا برید د توغندي برید و که د بې پیلوټه الوتکې.

متحدو ایالتونو او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د ایران د ناوړه اعمالو د بندولو لپاره د ایران په ضد عملیات پیل کړي او د عملیاتو له پیل راهېسې د ایران رژیم په منځني ختیځ کې د متحدو ایالتونو په هدفونو او ولسي خلکو د میزایلو او بې پيلوته الوتکو بریدونه کوي.

په کویت باندې د ایران د یکشنبې د ورځې برید غندل شوی دی.

قطر دا برید «وحشیانه» بللی او په «وروڼو ګاونډیانو باندې د ایران د نه توجیه کېدونکو بریدونو» د درولو په اړتیا یې ټېنګار کړی دی.

دا مطلب هم ولولئ

لبنان کې د اسرائيل د عملیاتو پراختیا او د سوله ساتي ځواک د یو غړي وژل کېدل

په متحدو عربي اماراتو کې د دافع هوا ځواکونو ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د ایران ۲۷ بې پیلوته الوتکي او ۱۱ بالستیک میزایل ویجاړ کړي دي.

په بحرین کې پوځ ویلي دي چې د ایران د بې پيلوټه الوتکو اوه بریدونه او د میزایلو اته بریدونه یې خنثی کړي دي.

سعودي عربستان ویلي دي چې ۱۰ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.

په یمن کې د ایران له ملاتړ برخمن حوثي یاغیان بیا په سیمه ایزې شخړې کي دخېل شوي، دوی د یکشنبې په ورځ په اسرائيل باندې د توغندیو یو برید وکړ چې د اسرائیل پوځ وايي شند کړی یې دی.

اسرائیل همدغه راز وايي چې د حوثيانو دوې بې پیلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړې.