د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا د نیکولاس مادورو د نیول کیدو وروسته، د امریکا د عدلیې وزارت د وینزویلا د مشر په وړاندې یو نوی تور ولګاو.
د امریکا د عدلیې وزارت مادورو "د یو فاسد او غیرقانوني حکومت په مشرتابه" تورن کړ چې د لسیزو راهیسې یې د مخدره توکو د قاچاق په ګډون د غیرقانوني فعالیتونو د دوام او هڅولو لپاره دولتي ځواک کارولی دی.
لویې څارنوالې پام بانډي د ایکس په ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پوست کې لیکلي: مادورو او د هغه میرمن سیلیا فلورس د نیویارک په جنوبي سیمه کې د "مخدره توکو د ترهګرۍ د دسیسې، د کوکاینو د واردولو د دسیسې، د ماشینداره وسلې او ویجاړونکو وسایلو په درلودلو، او د متحدو ایالتونو په وړاندې د ماشیندار ټوپکونو او ویجاړونکو وسایلو د درلودلو د دسیسې" په تور تورن شوي دي.
په نويو تورنو کې ویل شوي چې مادورو "په نړۍ کې د ځینو ډیرو خطرناکو او پراخو مخدره توکو د قاچاق وړونکو او د مخدره توکو د ترهګرو" سره یې همکاري کړې ترڅو کوکاین متحده ایالاتو ته قاچاق کړي.
تر دې مخکې مادورو او د هغه څو نږدې متحدین په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په یوې محکمې کې د مخدره توکو د ترهګرۍ او د کوکاینو د واردولو د دسیسې په ګډون په فدرالي تورونو تورن شوي وو. خو مادورو د مخدره توکو د قاچاق سره هر ډول تړاو ردوي.
د امریکا متحده ایالتونه وايي چې مادورو د مخدره توکو د قاچاق وړونکي، کارټل د لاس سولس مشري کوي چې متحدو ایالتونو د بهرني ترهګر سازمان په توګه نومولی دی.
لویې څارنوالې پام بانډي د ایکس په حساب کې لیکلي چې مادورو او د هغه میرمن به "ډیر ژر د امریکا په خاوره او په امریکایي محکمو کې د امریکا د عدالت له بشپړ غضب سره مخ شي."
هغې زیاته کړه” زه د امریکا د عدلیې وزارت د ټولې څانګې په استازیتوب، غواړم د ولسمشر ټرمپ څخه د هغه د زړورتیا لپاره مننه وکړم چې د امریکا له خلکو په استازیتوب یې د حساب ورکولو غوښتنه کړې، او زه زموږ د زړور پوځ څخه ډیره مننه کوم چې د دې دوو نړیوالو مخدره توکو قاچاق وړونکو د نیولو لپاره یې یو بیساری او ډیر بریالی ماموریت ترسره کړ."