د روسیې او اوکراین ترمنځ د اولیشکي په سیمه کې اوربند، چې د متحدو ایالتونو د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ په منځګړیتوب پرې هوکړه شوې وه، په سیمه ایز وخت د سه شبنې (اکتوبر ۲۷) په سهار نافذ شو.
د اولیشکي ښار د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی. د دغه ښار اوسېدونکي نه یوازې د سختو جګړو له ستونزو سره مخ دي، چې ښار یې نږدې په کنډواله بدل کړی، بلکې د خوراکي توکو، د څښاک د پاکو اوبو او درملو له شدید کمښت سره هم مخامخ دي.
د دې اوربند موخه اولیشکي ته د بشري مرستو د رسولو زمینه برابرول او هغو کسانو ته د وتلو فرصت ورکول دي چې غواړي ښار پرېږدي.
روسیې او اوکراین دواړو اعلان کړی چې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې د اولیشکي ښار په شاوخوا کې به دغه سیمه ایز اوربند رعایت کړي. دا اقدام په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د متحدو ایالتونو د هڅو یوه برخه ده، او ټاکل شوی چې دغه اوربند د نومبر تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.
دا مطلب هم ولولئ
ملانیا ټرمپ د اولشکي په سیمه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ اوربند رامنځته کړداوید اراخامیا چې د اوکراین په پارلمان کې د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د ګوند مشري کوي، په ټیلیګرام کې په خپاره شوي یو پیغام کې دا اوربند د ۲۰۲۲ کال راهیسې د اوکراین او روسیې ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو تر ټولو لوی ګام بللی دی.
د اوکراین د بشري حقونو کمیشنر دیمیترو لوبینیتس، چې د سولې په مذاکراتو کې یې د کیف د پلاوي مشري کوله، ویلي چې د هوکړې له مخې به ښار ته له هر ډول تخلیې وړاندې بشري مرستې ورسېږي. هغه اسوشیټډ پرېس ته وویل چې لومړی باید د لاسرسي لارې له ماینونو پاکې شي.
د کرملین ویاند دمیتري پېسکوف ویلي چې د هغو اوسېدونکو ایستل چې غواړي ښار پرېږدي، ښايي څو ورځې وخت ونیسي. اوس هم شاوخوا ۲ زره کسان په اولیشکي کې ژوند کوي. د جګړې تر پیل مخکې د دغه ښار نفوس نږدې ۲۴ زره تنه و، خو ښار اوس له برېښنا، تودوخې او په نلونو کې له اوبو بېبرخې شوی دی.
میلانیا ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې د دې ماموریت لپاره د پاپ ملاتړ «ډېر ارزښتناک» دی. پاپ لیو څوارلسم د اوربند غوښتنه کړې وه او د اکتوبر په ۱۶مه یې له ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې کړې وې او له هغه څخه یې غوښتنه کړې وه چې په اولیشکي کې د اوربند په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
لومړۍ مېرمنې هم هیله څرګنده کړه چې «هر څه به د پلان له مخې ترسره شي.»
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړۍ مېرمنې د رول ستاینه وکړه او ویې ویل: «زما په اند، هغه اوس مهال له مسلکي کسانو څخه هم ښه کار کوي.»