د متحدو ایالتونو د سه شنبې ورځې له منځمهاله ټاکنو وروسته، چې له مخې به یې ډیموکراتان د راتلونکي کال له پیل څخه د سنا او استازو جرګې اکثریت ترلاسه کړي، ځینو جمهوري غوښتونکو مشرانو په دغو ټاکنو کې د خپل ګوند د نوماندانو د پاتې راتګ لاملونه ارزولي دي.
د امریکا جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۴) خبریالانو ته وویل چې هغه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جمهوري غوښتونکو نوماندانو په ملاتړ په ګڼو غونډو کې ګډون کړی و، خو په باور یې، که پخپله نوماند وای نو ګوند به یې بریالی شوی وای.
ټرمپ وویل: «که زما نوم د رایې په پاڼو کې وای، موږ به ګټلې وه... د ټاکنیزو سیالیو په غونډو کې د خلکو مینه او ملاتړ بې ساری و، خو موږ ونه توانېدو چې هماغه ملاتړ نوماندانو ته انتقال کړو.»
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس بیا ستونزه دا وګڼله چې جمهوري غوښتونکو ونه شو کولی د هغو رای ورکوونکو رایې راجلب کړي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې جمهوري غوښتونکو ته رایه ورکړې وه.
ونس په ایکس ټولنیزې شبکې کې ولیکل: «بې له شکه داسې سیمې وې چې موږ پکې د رایه ورکوونکو د راجلبولو د کچې د لوړولو لپاره ښه کار کولی شو. خو اصلي ستونزه ګډون نه دی؛ اصلي ستونزه دا ده چې ډېرو هغو کسانو چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ټرمپ-ونس ته رایه ورکړې وه، په ۲۰۲۶ کال کې ډیموکراټانو ته رایه ورکړه.»
دا مطلب هم ولولئ
په ټاکنو کې د ډیموکراټانو د بریا په اړه د ولسمشر ټرمپ نرم او سخت دریځد اسوشیټډ پریس د رایه ورکوونکو د سروې له مخې، ۹۲ سلنه هغو کسانو چې ځانونه یې جمهوري غوښتونکي بلل یا ورته مایل وو، د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو نوماندانو ته رایه ورکړې، خو ۷ سلنې یې ډیموکرات نوماندانو ته رایه ورکړې ده.
له بلې خوا، ۹۸ سلنه ډیموکراتانو ډیموکرات نوماند او یوازې ۲ سلنې یې جمهوري غوښتونکي نوماندان غوره کړي دي.
د «بروم سټریټ لابز» څېړنیزې ادارې د هغو حوزو د رای ورکوونکو د ګډون شمېرې ارزولي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په پراخ توپیر د ټرمپ او ونس ملاتړ کړی و، په ځانګړي ډول د ټکساس او اوهایو په ایالتونو کې چې په ۲۰۲۶ کال کې د سیالۍ مهم ډګرونه بلل کېدل.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په ټکساس کې هغو انتخاباتي حوزو کې چې ټرمپ لږ تر لږه د ۲۳ سلنې په توپیر ګټلې وې، د ۲۰۲۶ کال په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو ګډون د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو په پرتله تر ۲۰ سلنې ډېر کم شوی و.
په اوهایو کې بیا په هغو حوزو کې چې ټرمپ لږ تر لږه د ۹ سلنې په توپیر بریالی شوی و، ګډون د ۱۸ او ۳۰ سلنې ترمنځ راټیټ شوی و.
شمېرې ښيي چې په دغو سیمو کې ډیموکراټ پلوي رایه ورکوونکي د پخوا په پرتله ډېر فعال وو او د هغوی ګډون د ۲۰۲۴ کال له ټاکنو هم لوړ و.
د ډیموکرات ګوند د سنا نوماندانو د سه شنبې په ټاکنو کې په پنځو مهمو ایالتونو کې بریا ترلاسه کړه چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ټرمپ ته په څرګند توپیر رایه ورکړې وه. دغه ایالتونه جنوبي کارولینا، ټکساس، اوهایو، آیوا او کنزاس دي.
په دغو ایالتونو کې د رایه ورکوونکو عمومي ګډون هم د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۴ سلنه لوړ و.
Your browser doesn’t support HTML5
په متحدو ایالتونو کې د منځمهاله ټاکنو پایلې
د فلوریډا پوهنتون د ټاکنو د څار ادارې اټکل کړی چې په ملي کچه، له ۱۲۲.۶ میلیونو څخه زیاتو کسانو رایه ورکړې ده، چې د رایې ورکولو وړ کسانو شاوخوا ۴۸.۷ سلنه جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ کال په منځمهالو ټاکنو کې ۱۱۲ میلیونه کسانو رایه ورکړې وه او د ګډون کچه ۴۶.۸ سلنه وه.
د خپلواکو رایه ورکوونکو ترمنځ هم ډیموکراتانو ته د رایې ورکولو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د اسوشیټډ پرس د سروې له مخې، ۵۸ سلنه خپلواکو رایه ورکوونکو ډیموکراتو نوماندانو ته او ۳۲ سلنې یې جمهوري غوښتونکو نوماندانو ته رایه ورکړې ده.
په ۲۰۲۴ کال کې بیا ۴۸ سلنه خپلواکو رای ورکوونکو ډیموکراتانو ته او ۴۲ سلنې یې جمهوري غوښتونکو ته رایه ورکړې وه.
د سروې معلومات ښيي چې د ښځینه رایه ورکوونکو ملاتړ هم د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ شاوخوا ۶ سلنه د ډیموکراتانو پر لور اوښتی دی.
د ځوانو رایه ورکوونکو ترمنځ بدلون تر ټولو ستر و. د ۱۸ تر ۲۹ کلونو عمر لرونکو رایه ورکوونکو ترمنځ، ډیموکراتان د ۲۵ سلنې په مقابل کې له ۷۳ سلنې رایو سره له جمهوري غوښتونکو څخه برلاسي وو، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۵۱ سلنه د ۴۷ سلنې په مقابل کې وه.
د ۳۰ تر ۴۴ کلونو عمر لرونکو رایه ورکوونکو ترمنځ هم ډیموکراتانو ۶۲ سلنه ملاتړ ترلاسه کړی، په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکو ۳۶ سلنه ملاتړ درلود.
د اسوشیټډ پریس د سروې له مخې، سپین پوستو رایه ورکوونکو خپلې رایې په نږدې مساوي ډول د دواړو ګوندونو ترمنځ وېشلې دي. خو د تورپوستو رایه ورکوونکو ترمنځ د ډیموکراتانو ملاتړ د ۲۰۲۶ کال په ټاکنو کې ۷ سلنه زیات شوی، او د هسپانوي الاصله رایه ورکوونکو ترمنځ دا زیاتوالی ۹ سلنې ته رسېدلی دی.