سودان کې په تازه نښتو کې لږ تر لږه ۶۵ تنه وژل شوي

په سودان کې د روغتیایي چارو مامورین وایي چې دوشنبه فبروري درییمه ( سلواغې ۱۵) د دې هیواد په جنوب او لویدیځ کې د پوځ او ملیشو تر منځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه ۶۵ تنه وژل شوي او څه د پاسه ۱۳۰ نور ټپي شویدي.

دوو روغتیایي سرچینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې یو توپ د سودان په جنوب کې د کوردوفان په سیمه کې لګیدلی، لږ تر لږه ۴۰ تنه پکې وژل شوي او ۷۰ نور یې ټپي کړیدي.

د دې سیمې والي محمد ابراهیم ویلي چې په ښار باندې برید د سودان ولس آزادۍ غورځنګ – شمال په نامه یوې ملیشې کړی چې مشري یې د عبدالعزیز الهیلو په نامه یو تن کوي.

دا ښار د سودان د پوځ په لاس کې دی خو یاغیان کوښښ کوي چې کنټرول یې تر لاسه کاندي. ښاغلي ابراهیم ویلي چې توپ په یو بازار لګیدلی چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډیره وي.

د ملیشو دې نوې ډلې نه یوازې د سودان د پوځ بلکې د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو سره هم د دې هیواد په جنوب کې څو ځله د سیمې کنټرول تر لاسه کولو په خاطر جګړې کړي.

په سودان کې د چټک ملاتړ ځواکونو وسله والې ډلې د سیاسي‌ برخلیک معلومولو او د دې هېود په ملي اردو کې د مدغم کېدو په تړاو له څو میاشتو لانجو وروسته، د سودان د نظامي مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان داګالو، چې د چټک غبرګون د ملاتړې ډلې مشري کوي ترمنځ جنګ د ۲۰۲۳ کال د اپریل له ۱۵ راهیسې روان دی.

خو دې جګړو پدې تیرو څو اوونیو کې زور اخیستی.

د همدې تیرې شنبې په ورځ هم د سودان پر پایتخت خرطوم باندې د توپونو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۶ تنه ووژل شول.

د چټک غبرګون د ملاتړ ډله په دې جنګ کې تر ډېره له بې پیلوټه الوتکو څخه استفاده کوي خو د سودان اردو لا هم د دې هېواد هوايي ځواک له ځان سره لري او له مخالفې ډلې سره په جنګ کې ترې کار اخلي.

د سودان په جنګ کې تر اوسه لسګونه زره کسان وژل شوي دي‌ او څه باندې ۱۲ میلیونه وګړي له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي. د اټکلو له مخې د سودان په جنګ کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۵۰زره رسېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس څه باندې ۱۲ میلیونه سودانیان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي چې له دې شمېرې لږ تر لږه دوه میلیون یې له خپل هېواد څخه بهر ته کډوال شوي دي.

د دې هېواد په ځینو برخو کې په ځانګړې توګه په لویدیځ او جنوب کې خلک قحطي ځپلي دي او یو شمېر کورنۍ یې اړ کړي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره واښه وخوري.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس په سودان کې شاوخوا ۲۶ میلیونه وګړي چې د دې هېواد د ټول نفوس څه باندې نیمايي برخه جوړوي د خوړو د نه خوندیتوب له ترینګلي حالت سره مخ دي.

د سودان د ښکېلو خواو تر منځ د سولې خبرې چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د ملګرو ملتونو د عمومي‌ منشي انتوني ګویتریش د ځانګړي استازي رامتان لامامرا په منځګړیتوب پیل شوې تر اوسه یې د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

په عین حال کې روغتیایي سرچینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د سودان په لویدیځ کې د دارفور په سیمې باندې د پوځ په هوایي برید کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپي شویدي.

سرچینې ویلي چې برید داسې یوې سیمې باندې شوي چې کنټرول یې د چټک ملاتړ ځواکونو په لاس کې دی خو دا یې ندي ویلي چې پدې برید کې عام خلک یا د ملیشو غړي وژل شوي.

د چټک ملاتړ ځواکونو په پوځ تور لګولی چې پدې سیمې کې یې په ملکیانو باندې په بریدونو کې د بیلري بمونو څخ کار اخیستی خو پوځ لا تر دې دمه پدې هکله څه ندي ویلي.