د فرانسې مسلمانانو د پاریس د بریدونو قربانیانو ته دعا وکړه

د پاریس په شمول په ټوله فرانسه کی مسلمانانو د پاریس د جامع مسجد د خطیب, دلیل ابوبکر په غوښتنه د جمعې د لمانځه د ادا کولو وروسته هغو ١٣٠ کسانو ته دوعا وکړه چې د تیرې جمعې په شپه په پاریس کې په مرگانیو حملو کې ووژل شول او له ٣٥٠ نورو کسانو سره یې خپله خواخوږي وښودله چې په حملو کې زخمیان شوي وو.

له پاریس نه د امریکا غږ خبریاله لیسا برائنټ په خپل رپوټ کی وایي چې د پاریس په جامع مسجد کی گڼ شمیر فرانسوي مسلمانانو د جمعی په لمانځه کی گډون وکړ.

تقریبا ټول په دی نظر وو چی د نورو فرانسویانو په شان مسلمانان هم په پاریس کې د تیرې اوونۍ د حملو له امله د زیات درد اوغم احساس کوي او دوی ځکه په غوصه شوي دي په داسی حال کی چی اسلام د سولی دین دی او ددی ډول ډله ایزو وژنو اجازه چا ته نه ورکوي، حمله کوونکو دغه حملی د اسلام په نوم وکړی.​

د شاف بیلجید په نوم یو فرانسوي مسلمان وایي " مونږ دلته دې لپاره راغلي یوو چې د ټروریزم د ټولو قربانیانو درناوی وکړو"

ښاغلی بیلجید زیاته کړه " دوعا مونږ ته د زړه تسکین او اطمینان رابښي او تسلي مو حاصلیږي"

یو بل مسلمان سمویل سغتوي د دعا د مراسمو په اړه داسې وویل:

" شکر دی چی زما د خپلی کورنۍ کوم نږدی غړی په حملو کی د وژل شویو او زخميانو په جمله کې نه وو خو څو تنه نورمسلمانان هم ډزو ولگیدل او زخمي شول چې ما او زما کورنۍ پیژندل. څومره درد چی غیر مسلمانانو ولیده مونږ هم ولیده.زمونږ قصور صرف دومره و چې حمله کوونکو د اسلام نوم اخیسته."

دا چی د حملو نه وروسته نورو خلکوله د مسلمانانو سره تعصیب او کرکه څرګنده کړې او که نه، سغوتي پدې اړه داسې وایي:

" څرنگه چی زما رنگ او ظاهري قیافه زیات فرق نه لري، خلک می ډیرنه پیژني.نو شخصا راسره چا له کینې او نفرت نه کار نه دی اخیستی اوڅوک چې ما پیژني له هغوی نه مې هم د اسلام په ضد کومه بده خبره تراوسه نده اوریدلې.»

دی وایي "مونږ کوښښ کوو چی خلک ډاډه کړو مگر هغوی ډیر پریشانه اوسرگردانه دي. مونږ کوښښ کوو په دې یې پوه کړو اسلام له بی گناه خلکو سره غرض نه لري او نه د ټرورزم ملاتړ کوي."

یوه فرانسوۍ میرمنه ناصره امیلل چې په اصل د الجزائر ده وایي " که له تنگ نظرۍ او کرکې نه څوک کار وانه خلي او څوک په قصدي ډول زمونږ د گوښه کولو نیت ونه ولري، ددی مشکل د حل یوزینۍ لاره به دا وي چی مونږ ټول سره په یوه اتفاق لاسونه ورکړو. "

میرمن امیلل وایي " دا وخت په فرانسی کی ټول سیاست د مسلمانانو پرخلاف دی او مونږ هم ورنه بی زاره یو."

امیلل وایي " یو مسلمان چې له خدای تعالی نه ویره ولري هیڅکله به داسې کار ونه کړي چی بې گناه خلکو ته یې ضرر ورسیږي."