د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس د بریدونو طرحه کوونکی ووژل شو


فرانسوي مقاماتو تائید کړه چې د پاریس د تیرې اونۍ د بریدونو تورن طرحه کوونکی د هغو کسانو په ډله کې و چې پرون په سن دوني کې د پولیسو په برید کې وژل شوي.

د بلجیم مراکشي الاصله اوسیدونکی عبدالحمید اباعود د هغو کسانو په ډله کې شامل و چې په سن دوني کې پولیسو د اوه ساعته عملیاتو په ترڅ کې په یو اپارتمان کې ووژل.

اباعود په اصل کې د مراکش و خو په بلجیم کې لوی شوی دی. هغه په ٢٠١٠ کال کې د اسلامي دولت له ډلې سره یوځای شوی و او په ٢٠١٣ کې د یوې وسله والې غلا په تور بندي شوی هم و.

په دې ترڅ کې د فرانسې پارلمان نن پنجشنبې د هیواد بېړنی حالت چې د پاریس د بریدونو له امله رامنځ ته شوی د راتلوونکو دریو میاشتو لپاره وغزاوه.

ټاکل شوې چې د فرانسې د ملي اسمامبلې دا پریکړه به د سنا مجلس د جمعې په ورځ تائید کړي.

د کیمیاوي وسلو د برید خبرداری

د بېړني حالت د غزولو په هکله د رای اچونې دمخه د فرانسې صدراعظم مانویل والس پارلمان ته وینا وکړه او د هغه خطرونو په اړه یې خبرداری ورکړ چې هیواد یې ورسره مخامخ دی. هغه د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د ممکنو بریدونو په اړه هم خبرداری ورکړ.

د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا اولاند د چارشنبې په ورځ وویل چې د بېړني حالت په غزولو کې مقاماتو ته واک ورکړل شوی چې په جوماتونو او اجتماعي ځایونو کې د خلکو د راټولیدو مخه ونیسي چیرته چې د هغه په وینا خلک ترهگرۍ ته هڅول کیږي.

پولیسو نن د پنجشنبې په ورځ وویل تر هغه چې بېړنی حالت جاري وي د پولیسو افسران له دندې وروسته هم کولای شي چې وسلې له ځانه سره ولیږدوي چې د خلکو ساتنه وکړي.

د اروپایي اتحادیی د پولیسو د همغږۍ د ادارې رئیس راب وینورایت هم نن د پنجشنبې په ورځ د پاریس د بریدونو ابعادو ته په کتنې سره وویل چې دا پیښه په اروپا کې د ترهگریزو پیښو د پراخیدو جدي حالت په ډاگه کوي.

هغه وویل چې د پاریس ترهگریز بریدونه یو څرگند پیغام لیږدوي چې د اسلامي دولت ډله غواړي په دې وچه کې د ترهگرۍ وحشیانه اعمال ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG