کروناویروس؛ افغانستان کې تازه پېښو کې دوه تنه مړه شوي

تر دا مهاله ۱۴۵۵ تنه له کرونا څخه مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي او دوه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه سپټمبر ۲۸ (تله اوومه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۲۴ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې شپږ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۲۳۳ ته ورسېد.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله په دغه هیواد کې له کرونا ویروس څخه ۱۴۵۵ تنه مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له کروناویروس څخه ۳۲۶۴۲ تنه بیرته جوړ شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي وو که روغتیايي لارښوونې مراعت نشي د هوا په سړېدو سره د کروناویروس د یو بلې څپې راتلو امکان شته.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۳ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې ۹۹۷زره نور ورڅخه مړه شوي دي.