د لاس رسي وړ اتصالات

تیر۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې د کرونا ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوي


د ټولو مثبتو پېښو شمېر۳۹۲۲۷ ته ورسېد.
د ټولو مثبتو پېښو شمېر۳۹۲۲۷ ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه سپټمبر ۲۷ (تله شپږمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۶۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۵ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۲۲۷ ته ورسېد.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله په دغه هیواد کې له کرونا ویروس څخه ۱۴۵۳ تنه مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له کروناویروس څخه ۳۲۶۴۲ تنه بیرته جوړ شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي وو که روغتیايي لارښوونې مراعت نشي د هوا په سړېدو سره د کروناویروس د یو بلې څپې راتلو امکان شته.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۲ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې ۹۹۴زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG