تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۲۲ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵۴۰ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۲۲ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۸) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۷۲ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۲۲ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵۴۰ ته پورته شو.

په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی، خو د مخکنیو معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۲۴۲۸ له کرونا ویروس څخه مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۸۱ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۸۵۱۴ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.