د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۲۲ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي


 په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵۱۴ ته پورته شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵۱۴ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۲۲ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۶) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۱۴ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۲۲ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵۱۴ ته پورته شو.

په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی، خو د مخکنیو معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۲۴۲۷ له کرونا ویروس څخه مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۳ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۸۳۹۳۰ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG