افغانستان کې تازه د کرونا ویروس ۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۷۵۹ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۲۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او د دوو کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه مارچ (کب ۱۱) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۴۳ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۲۶ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۷۵۹ ته پورته شو.

په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د دوو تنو د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې اساس د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۴۶ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۱ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۹۳۴۴ تنو ته لوړ شو.

تیره اونۍ په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ پيل شوه چې د روغتیا وزارت په وینا تر دا مهاله ۸۲۰۰ روغتیايي کار کوونکي واکسین شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.