نیویارک درملتونونو ته اجازه ورکړې چې د کرونا معاینات وکړي

د نیویارک والي وایي ددې ایالت اوسیدونکي به ډیر ژر وکړای شي چې د کووید۱۹ د تشخیص معاینې په درملتونونو کې وکړي.

د نیویارک والي اندریو کاومو وویل چې ۵۰۰۰ درملتونونو اجازه ترلاسه کړې چې د ورځې ۴۰ زره ازمایښتونه وکړي.

له دې سربیره د نیویارک د څلورو روغتونونو روغتیایي کارکوونکي به چې د کروناویروس د ناروغانو پالنه کوي د انتي باډي معاینات ترسره کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې داسې کوم شواهد نشته چې روغ شوي کسان د هغه انتي باډي په وجه چې په بدن کې تولید شوې بیا په کروناویروس اخته نشي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د نیویارک ایالت د کروناویروس د خپریدو عمده ځای ګرځیدلی چې تر اوسه په کې ۲۸۸۲۵۳ کسان په کووید۱۹ اخته شوي او ددې جملې نه ۲۱۹۰۵ تنه مړه شوي دي.

د امریکا متحده ایالات د کروناویروس د ۹۳۹۲۴۹ مثبتو پیښو او د ۵۳۷۵۵ تنو د مړینو په درلودلو سره د نړۍ د هیوادونو په سر کې دی.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ولایت په مرکز ووهان ښار کې رامنځ ته شو او له هغه ځایه د نؤۍ ۱۸۵ هیوادونو او سیمو ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې د ورځې اپریل ۲۶ (غویي ۷) تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه ۲۰۳ زره کسان پدې ویروس مړه شوي او له دوو میلینو څخه زیات کسان پرې اخته شوي دي.