د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس کړکیچ د امریکا د ټاکنو مسیر بدل کړی - شنونکي


که څه هم په امریکا کې نن شنبه د ( اپریل ۲۵) د کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمیر تر ۵۲ زره اوچت شوی خو په یو شمیر ایالتونو کې چې عمدتا جمهوري غوښتونکي دي ځیني دفترونه او کارو بارونه بیرته خلاص شوي دي.

جمهور رئیس ټرمپ د ( اپریل ۲۴ ) د ۴۸۴ میلیارد ډالري کمکي بستې د لاسلیک پرمهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې فدرالي حکومت د مړینو د مخنیوي لپاره ډیر کارونه کړي دي.

د ښاغلي ټرمپ په وینا، اټکلونه داسې وو چې د وژل شویو شمیر به سل زرو ته ورسیږي خو اوس هیلې داسې دې چې دا شمیر به کم وي او دا د فدرالي حکومت د کارکونکو، ډاکټرانو، نرسانو او صحي کارکوونکو د هڅو نتیجه ده.

په امریکا کې د کرونا ویروس کړکیچ ددې هیواد د جمهوري ریاست پر ټاکنیزو کمپاینونو هم اغیز کړېډه.

یو شمیر څیړونکی په دې باور دي چې اوس ټاکنې تر ډیره د یوې ټولپوښتنې په توګه د کرونا ویروس پرمهال د اقتصادي کړکیچ او روغتیا په برخه کې د جمهور رئیس ټرمپ د مبارزې پر څرنګوالي پورې تړاو لري.

په داسې حال کې چې په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیر تر پنځوس زره اوښتی او په میلیونونه کسان وزګار شوي دي، جمهور رئیس ټرمپ د خپل کمپاین پام د هوساینې د عصر له مسلې څخه ملي بیا ژغورنې ته اړولی دی.

خو له دې ټولو سره سره د ټرمپ د تائید کچه په دې ورځو کې د هغه د کړنو له امله مخ په کمیدو ده.

یو شمیر منتقدین وايي ټرمپ د ورځنیو خبري غونډو پرمهال د ګټورو معلوماتو د وړاندې کیدو پر ځای د ځان د شهرت لپاره ګټه اخلي.

د ټرمپ د تائید کچې د رالویدو یو شمیر علتونه دادي چې هغه د ټسټونو مسولیت ایالتونو ته وسپاره، د اقتصاد د بیرته پرانیستلو په اړه یې په ډاډ سره څرګندونې وکړې او د مالریا د درملو په شان یې د غیر ازمایل شويو او حتي خطرناکه درملو سپارښتنه وکړه.

بلخوا په داسې حال کې چې خبري غونډې تر ډیره نه خپریږي او لويي غونډې هم نشته د ټرمپ د دیموکرات سیال جوبایډن مجبوبیت مخ په لوړیدو دی.

کارپوهان وايي په حکومت کې د بایډن د کلونو کاري تجربه او د باراک اوباما د ولسمشرۍ پرمهال د ایبولا ویروس په وړاندې مبارزه ددې لامل شوې چې د هغه موقف پیاوړی شي.

خو یو شمیر نور کارپوهان بیا وايي چې انتخاباتي مبارزې ختمي ندي او حالت ممکن تغیر وکړي.

XS
SM
MD
LG