ولسمشر ټرمپ: صبر وکړئ او وګورئ چې له ایران سره څه کوو

ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران په وړاندې به یو لړ اقدامات وشي. ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی دی چې ایران یو ناکام دولت دی او اقتصاد یې پاشل شوی دی.

ولسمشر ډونالډ ترمپ د سه شنبې په ورځ د ایران په تړاو په دوو مواقعو کې وغږید. هغه په الاسکا ایالت کې په یوې ټاکنیزې غونډه کې له ګډون مخکې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ډېر ژر به د ایران په اړه پرېکړه وکړي.

ټرمپ وویل ایران یو "ناکام" دولت دی او اقتصاد یې پاشل شوی دی. ولسمشر ټرمپ وویل ایران اقتصاد نه لري، درې سوه فیصده انفلاسیون لري پیسو یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او خپلو سرتیرو ته معاش نشي ورکولی. ولسمشر ټرمپ بیا د ورځې په پای کې په الاسکا ایالت کې خپلو یو شمیر مینه والو ته هم په خبرو کې وویل چې د ایران به اړه به یو لړ کارونه کیږي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "اوس، صبر وکړئ ترڅو وګورئ چې موږ له ایران سره څه کوو. موږ به یو څه وکړو. انتظار وکړئ ترڅو وګورئ، هغوی یوازې انتظار کوي. هغوی په تمه دي. انتظار وکړئ ترڅو وګورئ چې موږ له ایران سره څه کوو، ځکه چې موږ تر یوې اندازې دا تر لاسه کړې. خو تاسو پوهیږئ، دا مهمه نه ده. لویه خبره دا ده چې هغوی به اټومي وسله ونلري. هغه د زرګونو ټنو ډبرو لاندې خښې شوې دي."

ښاغلي ټرمپ د اکټوبر میاشتې په پیل کې هم ویلي وو چې د ایران په اړه باید"یوه پرېکړه" وکړي. د ټرمپ په وینا، د ایران مشران "یا به یوه عادلانه هوکړه لاسلیک کړي او یا به نور شتون ونه لري."ولسمشر ټرمپ په مکرر ډول ویلي چې کیدای چې د متحدو ایالتونو تر منځمهالو ټاکنو وروسته د ایران پر وړاندې د واشنګټن عملیات ګړندي شي.

په همدې حال کې د ایران دولتي رسنیو نن چهار شنبې د هغه هیواد د سپاه پاسداران د یوې اعلامیې په قول ویلي دي چې د هرمز تنګي په جنوب کې د کانتینرونو یوه لیږدونکې کښتۍ پر یوه ماین له برابریدو وروسته، ډوبه شوې ده. سپاه ادعا کړې چې دې کښتۍ په یو خطرناک او نه تایید شوي مسیر ۲۵۰۰ کانتینرونه لیږدول . تر اوسه دغه خبر کومې خپلواکې سرچینې ندی تایید کړې.

د هرمز په تنګي کې ددې کښتۍ د ډبیدو راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنټکام د ایران د سپاه پاسداران هغه ادعا رد کړې ده چې ویلی دي یاد تنګی د هغوی له خوا اداره کیږي او د امریکا د پوځ هر ډول نږدې کیدونکي کښتۍ به ډوبیږي.

مرکزي قومندانۍ ویلي دي چې د ایران سپاه پاسداران قومندان، بحري قوا نلري او امریکایي ځواکونه او سیمه ایز شریکان یې په ښکاره ډول هرمز تنګی کنټرولوي. دغې قومندانۍ ویلي دي چې امریکایي ځواکونو یوزاې د دوشنبې په ورځ د هرمز له تنګي څخه د خیلجي متحدینو د څه باندې ۱۹ میلیونو بیرلو خامو تیلو په لیږد کې مرسته کړې ده.