اوچا: د سیلابونو له امله د زیانمنو شویو څخه ۳۱ زره افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشرې مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې وروستیو بارانونو او سیلابونو ۷۳ زره کسان متاثره کړي دي چې څه باندې ۳۱ زره تنه یې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

اوچا وایي چې بشري شریکان په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له زیانمنو سره د عاجلو مرستو د ترسره کیدو پر لارو چارو غور کوي.

یاده اداره زیاتوي چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله چې د افغانستان اکثریت برخې یې متاثره کړي، څو سوه کسان مړه او ټپیان شوي دي، په زرګونه کورونونه زیانمن شوي او یا هم له منځه تللي، پراخې کرنیزې ځمکې زیانمنې شوي او د سلګونه کیلومتره سړکونو او پلونو په ګډون مهمو تاسیساتو زیان لیدلی دی.

اوچا وایي ۷۲ سلنه هغه کسان چې کورونه یې وران شوي په کلیو او بانډو کې ځای ورکړل شوی او یو شمیر نور د شنه آسمان لاندې شپې او ورځې تیروي.

د افغانستان – پاکستان د نښتو په دوام د ملګرو ملتونو اندیښنه

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې روانې دي د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک وایي چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله چې د فبروري میاشتې له وروستیو څخه روانې دي، بشري اړتیاوي زیاتې شوي دي.

دوجاریک د جمعې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان په خوست، کنړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې څه باندې ۹۴ زره کسان د سرحدي ناامنیو له امله بیځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند وویل: " په داسې حال کې چې زموږ شریکان په صعب العبور سیمو کې د بشري اړتیاوو په ارزونه بوخت دي، کابو ۱۶۰ زره کسان د خوراکي توکو مصوونیت نلري، صحي خدماتو ته د کابو ۹۰ زره کسانو لاسرسی کم شوی او ۱۲ زره شاګردان له زده کړو بې برخې شوي دي. "

دوجاریک یو ځل بیا د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو په خوندیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل چې خلکو ته باید د بشري مرستو د وړاندې کیدو زمینه مساعده وي.

یاده اداره وایي د بارانونو او سیلابونو ډیر زیان د افغانستان په ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې ترسترګو کیږي ځکه د تګ راتګ محدودیتونه، زیانمن شوي سړکونه، پر معیشت اتکا نورو سیمو ته د انتقال مخه نیسي او زیانمن شوي خلک محدودو خدماتو ته له لاسرسي سره مخ کوي.

اوچا په داسې حال کې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو د زیانمنو په وضعیت اندیښنه څرګندوي چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د افغانستان د وګړو نیمایي یې بشري مرستو ته اړتیا لري او خبرداری یې ورکړی چې په روان میلادي کال کې به یو ځل بیا افغانستان له هغو هیوادونو څخه وي چې خلک به یې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین سره مخ وي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونیسف او نورو همکارو ادارو په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله په خپل وروستي راپور کې چې د روان میلادي کال د اپریل په ۱۴ خپور شو یو ځل بیا اندیښنه وښوده چې په روان میلادي کال کې به ددې هیواد د وګړو نیمایي برخه بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په راپور د کلونو جګړو، کمزوري اقتصادي وضعیت او له اساسي حقونو څخه د وګړي محرومول هغه موارد یاد کړي چې نه یوازې د بشري ناورین د ډیروالي سبب شوي، بلکې په عین حال کې یې له دې هیواد سره نړیوالې مرستې هم کمې کړیدي.