د متحده ایالاتو د بهرنیو چار وزارت جمعه اپریل ۱۷ د امریکا غږ یوې پوښتنې په ځواب کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د بندیزونو په لست کې د څلورو جګپوړو طالب چارواکو په هکله د معلوماتو د تازه کیدو هرکلی کړی.
امنیت شورا تیره اوونۍ د طالبانو رئیس الوزرا، ملا محمد حسن اخند، د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د کانونو وزیر، هدایت الله بدري په اړه د بندیزونو په نوملړ کې معلومات تازه کړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پدې هکله د امریکا غږ افغانستان څانګې ته وویل، "متحده ایالات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه اقدامات ستایي چې په طالبانو یې بندیزونه تازه کړیدي".
د روان کال د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۱ کال د ۱۸۹۹ ګڼه پرېکړه لیک له مخې، د طالبانو حکومت د هغو ۲۲ غړو نوملړ خپور کړ چې په بندیزونو کې شامل دي. امنیت شورا اوس د ملا حسن، ملا برادر، متقي او بدري د شخصی او رسمي سوابقو جزئیات په نوملړ کې ورزیات کړي دي.
د شورا د بندیزونو په ۲۲ کسیز نوملړ کې د نورو ترڅنګ، د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزیر، عبدالکبیر او د استخباراتو د عمومي رئیس عبدالحق وثیق نومونه هم لیکل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې پریکړې څخه وروسته، بریتانیې هم د بندیزونو پخپل لیست کې د جګپوړو طالب چارواکو په هکله معلومات تازه کړل.
د بریتانیا د بهرنیو چارو، پرمختګ او ګډو ګټو وزارت د دې طالب چارواکو په هکله د تازه معلوماتو خپریدو تر څنګ خبرداری ورکړی چې ددې مالي بندیزونو په عملي کیدو کې پاتې راتلل او یا یې د ځان د پټولو لپاره د لارو چارو لټول، ښایي جنایي جرم وبلل شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۹۸۸ ګڼه پرېکړه لیک کې د طالبانو د ځېنو مشرانو په سفر بندیز، د هغوی د شتمنیو کنګلول، او طالبانو پورې د اړوندو ډلو په وړاندې د وسلو بندیزونه شامل دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امنیت شورا دا پریکړه غندلې.
فورم \ دبحث خونه