په داسې حال کې چې د هرمز په تنګي او شاوخوا سیمو کې چې د نړۍ کابو پنځه سلنه انرژي ورڅخه تیریږي، پر تجارتي کښتیو بریدونه زیات شوي دي، د شکرانې په رخصتۍ کې د تیلو بیې ثابتې وې.
د ایران پوځ د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې دوه په تیلو بار کښتۍ چې د هرمز تنګي څخه تیریدلې د عمان د خصب بندر شمال کې له سمندري ماینونو سره لګیدلي او اور یې اخیستی دی.
د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا راپور ورکړ چې دې تانکرونو هڅه کړې وه چې له یو "غیر مجاز او ناامنه مسیر" تېر شي.
ایرنا زیاته کړه چې یوه لیږدونکې کښتۍ سوپر ټانکر و چې څه باندې دوه میلیون بیرله خام تیل یې لیږدول او له دې پيښې وروسته وسوځید.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ سازمان UKMTO د پنجشنبې په ورځ د عمان د خصب ختیځ لور ته د یوې پېښې راپور ورکړ او ویې ویل چې یوه کښتۍ په راکټ ویشتل شوې ده. دغه سازمان زیاته کړه چې د کښتۍ ټوله عمله ژغورل شوېده.
دا په دې اونۍ کې په هرمز په تنګي او شاوخوا کې شپږمه پېښه ده چې د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ سازمان له خوا یې راپور ورکول کیږي.
سربېره پر دې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه تر شلمې پورې د ملګرو ملتونو د سمندري چارو نړیوال سازمان پر کښتیو د ۱۵ بریدونو پېښې ثبت کړي دي.
د سمندري چارو نړیوال سازمان (IMO) وویل چې له دغو پېښو څخه ۱۰ د هرمز په تنګي او شاوخوا سیمو کې رامنځته شوې، په داسې حال کې چې پنځه نور بریدونه په عربي سمندر او د قطر او متحده عربي اماراتو ساحلي کرښو ته نږدې شوي دي.
که څه هم د هرمز په تنګي او شاوخوا کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه زیات شوي، خو د تیلو بیې ثابتې پاتې شوې، له دې تنګي څخه د نړۍ شاوخوا پنځله سلنه تیل او نور ستراتیژیک حیاتي مواد تیریږي.
د یو بیرل برینټ خامو تیلو بیه د پنجشنبې په ورځ ۹۴.۹۶ ډالرو وه چې ۰.۳۷٪ لوړوالی یې درلود، په داسې حال کې چې د West Texas Intermediate هر بیرل خام تېل ۸۴.۴۴ ډالرو و، چې ۰.۹۱٪ راټیټ شوی و.
دا بیې لاهم د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د ګډو پوځي عملیاتو له پیل څخه مخکې د تېلو له بیو څخه لوړې دي او د مارچ او اپریل د تېلو د بیو له اوج څخه خورا ټیټې دي.
امریکایي چارواکو او په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ قوماندان، جنرال برډ کوپر په وار وار ویلي دي چې امریکایي ځواکونو د اګست میاشتې راهیسې په دې توانیدلي ډي چې د هرمز د تنګي له لارې هره ورځ د میلیونونو بیرله خامو تیلو له لیږد سره مرسته وکړي خو دغو چارواکو زیاته کړې ده چې ایران په دې ندی توانیدلی چې له خپلو تیلو څخه ګټه واخلي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسینټ د چهارشنبې په ورځ پر ایران د امریکا د سمندري محاصرې اغېزې وارزولې او ویې ویل تهران له هغه وخته چې امریکا په اګست میاشت کې د نوموړي هیواد په وړانډې اقتصادي انزوا پیل کړې، ندی توانیدلی په یوه کښتۍ کې تیل بار کړي.
بسینټ د ایکس پر حساب لیکلي:"ایراني رژیم یو ډوبېدونکی کښتۍ ده. ایران د پلورلو لپاره پر اوبو باندې د تېلو یو څاڅکی هم نه لري."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د امریکا او ایران د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته به د تیلو بیې ډیرې راټیټې شي، که څه هم هغه د دې لپاره کوم ځانګړی مهال ونه ټاکلی.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په میامي کې د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره ولیدل او ټینګار یې وکړ چې ایران د هغو اصلي موضوعاتو له ډلې و چې د دواړو مشرانو ترمنځ پرې بحث وشو. خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.