پاکستان خپل تاواني ملي هوايي شرکت د ونډو په بازار کې پلوري

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت ټولې ۳۴ الوتکې لري چې ۱۷ یې اې-۳۲۰ ایربس، ۱۲ بوینګ بي-۷۷۷ او پنځه نورې د محلي پروازونو وړې الوتکې دي.

په پاکستان کې د خصوصي کولو کمیسیون د سه شنبې په ورځ اپریل ۲ (وري ۱۴) وویل چې ددغه هېواد زیانمن ملي هوايي شرکت د اسهامو په بازار کې خرڅلاو ته وړاندې کیږي.

د خصوصي سازۍ د کمیسیون دا اقدام د پیسو نړیوال صندوق له خوا په پاکستان کې د مالي اصلاحاتو د غوښتنې په اساس کیږي.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (پي ای اې) تراوسه په میلیاردونو پاکستانۍ روپۍ تاوان کړی او د خصوصي کولو کمیسیون پانګه اچوونکو ته ددغه شرکت له ۵۱ څخه تر ۱۰۰ سلنې ونډې د پیرلو دپاره د وړاندیزونو سپارلو ته د مۍ درېیمې نیټې پورې وخت ټاکلی دی.

ددغه کمیسیون په وبسایټ کې په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي: "د پاکستان نړیوال هوايي شرکت له سره تنظیم شوی او پانګه اچوونکو ته د بشپړ خدماتو لرونکي هوايي شرکت کې د پانګونې زمینه برابروي."

کمیسیون همدارنګه ویلي چې د اصلاحاتو له مخې، د هوايي شرکت ۶۰۳ میلیارد روپۍ (۲.۲ میلیارد ډالر) پورونه کم کړل شوي او د یوازې ۲۰۳ میلیارد روپیو (۷۵۰ میلیون ډالر) قرضې سره پلور ته وړاندې شوی دی.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت ټولې ۳۴ الوتکې لري چې ۱۷ یې اې-۳۲۰ ایربس، ۱۲ بوینګ بي-۷۷۷ او پنځه نورې د محلي پروازونو وړې الوتکې دي.

که څه هم دغه شرکت له ۸۷ هېوادونو سره د خدماتو قراردادونه لاسلیک کړي خو په وروستیو کلونو کې یې یو شمېر هېوادونو ته پر پرواز بندیز ددې لامل شوی چې د منځني ختیځ هوايي شرکتونه په پاکستان کې د هوايي سفرونو اړتیا پوره کړي.

پي ای اې د پاکستان د هوايي چلند یوازې ۲۳ سلنه جوړوي په داسې حال کې چې د منځني ختیځ هوايي شرکتونه ددغه مارکیټ ۶۰ سلنه برخه جوړوي.

دا مطلب هم ولولئ پاکستان ۱۴۱پیلوټان له پرواز کولو بند کړل؛ وايي "اسناد یې جعلي"دي

په ۲۰۲۰ کې، په کراچۍ کې د پي ای اې د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د نږدې ۱۰۰ کسانو له مړینې وروسته معلومه شوه چې د الوتکې پیلوټ ته جعلي لایسنس ورکړل شوی و. له دې پېښې وروسته د اروپایي اتحادیې د هوانوردۍ د خوندیتوب ادارې بریتانیا او په اروپا کې نورو هوايي ډګرونو ته د پي ای اې پر پرواز بندیز ولګوه.

دغه بندیز اوس هم دوام لري او د پاکستان حکومت پارلمان ته ویلي چې ددې بندیز له کبله د پاکستان ملي هوايي شرکت ته د کاله شاوخوا ۴۰ میلیارده روپۍ تاوان رسیږي.

د خصوصۍ سازۍ کمیسیون وویل: "پي ای اې پلان لري چې د خپلو پروازونو شبکه ورغوي او بریتانیا، لویدیځې اروپا او متحده ایالتونو ته پروازونه له سره پیل کړي."

د پیسو نړیوال صندوق غوښتنې

پاکستان د جون په میاشت کې د پیسو د نړیوال صندوق څخه درې میلیارد ډالر پور ترلاسه کړ. په بدل کې اسلام اباد د مالي اصلاحاتو ژمنه کړې ده چې د ملي هوايي شرکت خصوصي کول هم پکې شامل دي.

د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان په ټولو دولتي تصدیو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

تمه کیږي چې د ونډو په بازار کې د پی ای اې له پلورلو سره پاکستان وکولای شي چې د پیسو نړیوال صندوق څخه نوره مرسته ترلاسه کړي.