د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیانو له وتلو وروسته کابل ته د پاکستانۍ الوتکې لومړی پرواز


د اګست په ۳۱ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل د پاکستانۍ الوتکې لومړی پرواز
د اګست په ۳۱ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل د پاکستانۍ الوتکې لومړی پرواز

پاکستان نړیوال هوايي شرکت (پي آی اې) وايي‌ چې د دوی یوه الوتکه د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شوې ده.

د پي‌ آی اې ویاند د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي۲۲) وویل چې الوتکه به له کابل څخه هغه کسان اسلام اباد ته انتقالوي چې د سفر قانوني اسناد ولري.

لا معلومه نه ده چې دا عادي تجارتي پرواز دی که الوتکه چارټر «دربست» شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دا کابل ته د پي آی اې لومړی پرواز دی.

بهرني ځواکونه د اګست په ۳۱ له افغانستان څخه ووتل او د تخلیې په ماموریت کې یې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه واېستل.

په دغو کسانو کې د امریکایي چارواکو په وینا ۶۰۰۰ یې امریکایي اتباع او نور یې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، د بشري حقونو مدافعان، خبریالان او نور خلک دي.

د بهرنیانو له وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر ځینې برخې زیانمنې شوي چې له کبله یې لا هم دغه میدان ته او له دغه میدان څخه عادي نړیوال پروازونه پیل شوي نه دي.

طالب چارواکي وايي چې قطر یوه تخنیکي ډله استولې چې د کابل د هوايي ډګر ځينې برخې ورغوي‌ او عادي پروازونه پيل شي، خو کورني او د بشري مرستو پروازونه پیل شوي دي.

ترکیې ویلي دي چې له طالبانو سره په خبرو بوخت دي چې د کابل د هوايي ډګر مسئولیت په غاړه واخلي. ترکي چارواکي وايي طالبانو ورته ویلي دي‌ چې امنیت به یې طالبان په غاړه اخلي او نور کارونه دې ترکان مخې ته یوسي، خو ترکیه دا خبره نه مني.

XS
SM
MD
LG