پاکستان کې د کرونا ویروس تازه پېښو کې ۱۱۰ تنه مړه شوي

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کرونا ویروس پېښې بیا زیاتې شوي‌ دي

په پاکستان کې چارواکي‌ وايي‌ چې د کروناویروس له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ تنه مړه شوي‌ دي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کروناویروس پېښې او له دې کبله تلفات مخ په زیاتېدو دي.

د کروناویروس د کنترول اداره وايي‌ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ۵۳۶۴ نور کسان په دغه ویروس اخته شوي‌ دي.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي‌ چې تر دې دمه په ټول پاکستان کې د کروناویروس له کبله ۱۵۹۸۲ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۵۰زره نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

دا مهال په پاکستان کې د کرونا په ویروس د اخته شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو حالت خراب ښودل شوی دی.

په همدې حال کې په پاکستان کې روغتیايي کارکوونکو او تر ۶۰ کلونو ورپورته کسانو ته د کروناضد واکسین کولو لړۍ پیل شوې ده.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال په ټولې نړۍ کې پرې څه باندې ۱۳۹میلیون کسان اخته دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې تر دې دمه د کرونا له کبله په ټولې نړۍ کې تر ۲.۹ میلیون ډېر خلک مړه شوي دي.