شهباز شریف له مسعود پزشکیان سره تر غونډې وروسته د زغم او شخړې ختمولو غوښتنه وکړه

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي چې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره له ملاقات وروسته په سیمې کې د روانو شخړو په اړه د پاکستان «ژوره اندېښنه» شریکه کړې او په زغم او دوامدارې دپلوماسۍ یې ټېنګار کړی دی.

دواړو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډې کې لیدلي دي.

شهباز شریف ویلي دي: «ما یو ځل بیا د اوږدې شخړې په اړه د پاکستان ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د زغم، د تاوتریخوالي د کمولو او دوامدارې ډیپلوماسۍ په عاجل ضرورت مې ټېنګار وکړ.»

د پاکستان صدراعظم همدارنګه وویل چې پاکستان به په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د «رښيتنې او رغنده رول» هڅه روانه ساتي.

پاکستان د شخړې د ختمولو لپاره د امریکا او ایران ترمنځ د لومړني تفاهم اصلي منځګړی و، دا د اسلام اباد د تفاهم یاداشت بلل کېږي، چې د فارس په خلیج کې په سوداګریزو کښتیو باندې د ایران د انقلابي ګارد د ځواکونو له بریدونو وروسته ختم شو.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۴مه) د امریکا غږ سره په مرکې کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د امکاناتو په اړه وغږېده. هغه هیله څرګنده کړه چې نوې دپلوماتیکې هڅې به د سولې د تامین او سمندري لارو د بیا پرانیستلو لامل شي.

نوموړي د امریکا غږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه د امریکا او ایران د خبرو په اړه خوشبین دی، وویل: «موږ هیڅکله نا هیلې نه یو. موږ هیڅکله هیله له لاسه نه ده ورکړې او موږ به خپلې هڅې روانې وساتو.»

هغه له ایراني استازو سره د خپلې غونډې په اړه وویل: «ډېره ښه وه. ښه غونډه وه. د خپلو ایراني وروڼو په ملاقات ډېر خوشحال یم.»

اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډې کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي. پاکستان د متحدو ایالتونو او ایران د پلاویو ترمنځ عمده کوربه و. دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې استازو یې له ایراني استازو سره لیدلې دي او بیا به هم ژر وویني.

د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکاف ویلي دي چې هغوی په نیویار کې د منځګړو په مرسته له ایراني پلاوي سره بیا خبرې پیل کړي دي او هیله یې ښودلې وه چې دا خبرې رغوونکې وي.