پاکستاني امنیتي سرچینو جمعه د (سپټمبر په ۲۵مه) وویل چې د دواړو هیوادونو پر پوله یې د افغان طالبانو یو برید شنډ کړی او یو شمېر افغان طالب جنګیالي یې وژلي دي.
سرچینو ویلي چې دغه برید د پاکستان د بلوچستان ایالت په سرحدي کلي ګلستان کې شوی دی.
بلخوا د طالبانو یوې سرچینې سېمه ایزو رسنیو ته ویلي چې لومړی د پاکستان لخوا ډزې شوې دي چې دوی یې ځواب ورکړی او د دوی کوم غړی نه دی وژل شوی. په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په ایکس ټولنیزې شبکه کې لیکلي چې د پنجشنبې په ورځ (سپټمبر۲۴) د کندهار ولایت د بولدک سېمې ته څېرمه، د پاکستان یوه پوځي پوسته وروسته د هغې د طالبانو د جنګیالیو له خوا ویجاړه شوه چې پاکستاني ځواکونو پر سرحدي ساتونکو ډزې وکړې.
طالبانو ویلي چې په دې نښته کې د دوی ځواکونو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د پاکستاني سرچینو ادعا یې رد کړې ده.
دا نښتې وروسته له هغې رامنځ ته شوي چې د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۴) پاکستان په افغانستان کې پر لسو ځایونو باندې هوايي بریدونه وکړل. پاکستان ادعا کړې چې په دغو ځایونو کې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) ساتل کېدل او د بریدونو لپاره پاکستان ته لیږل کیدل. خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې او زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې څلور ملکي کسان وژل شوې دي.
بلخوا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرېش سره په لېدنه کې ویلي چې د ترهګرۍ هغه پیښې په چټکه توګه زیاتیږي چې سرچینه یې په افغانستان کې ده.
اسلام اباد ادعا کوي چې افغان طالبانو هغو وسله والو ته پناه ورکړې چې د پاکستان دننه بریدونه ترسره کوي. خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې او تل یې ویلي چې په پاکستان کې ناامني د اسلام اباد داخلي ستونزه ده.
د پاکستان حکومت ددې اونۍ په پیل کې هم ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان په ځینو سېمو کې یې په هوايي بریدونو کې ۲۸ وسله وال وژلي دي، خو د طالبانو د حکومت چارواکو بیا ویلي چې د افغانستان پر خاوره د شپې له لورې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
بل خوا، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې واشنګټن د "طالبانو د بریدونو" پر وړاندې د "پاکستان د دفاع د حق ملاتړ" کوي.
د وزارت یو ویاند دا اونۍ د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته په یو استولي ایمیل کې طالبان یو ځل بیا یوه "خاصه نړیواله ترهګره ډله" بللې او لیکلي چې دغې ډلې "د سیمې د بې ثباته" کولو لپاره "تاوتریخوالي" ته لاره هواره کړې ده.
فورم \ دبحث خونه