پاکستان وايي د حوثیانو په برید کې یې درې وګړي وژل شوي

د پاکستان حکومت نن چهارشنبه (اګست۱۲) اعلان وکړ چې په سرې بحیرې کې د حوثیانو د میزایلو په یو برید کې یې درې ماڼوګان وژل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دغو پاکستانیانو وژل کیدل تائید کړي او ویلي دي چې یو بل پاکستانی ژوبل شوی هم دی.

دا برید تېره ورځ شوی او یو بل کس هم په کې وژل شوی چې معلومه نده د کوم هیواد تبع به وي.

اسحاق ډار په خپل ایکس حساب کې د حوثیانو دغه برید غندلی او لیکلي دي چې په سرې بحیر کې «دا ډول بریدونه بې ګناه انسانان له خطر سره مخامخوي، د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده او په سمندر کې ازاد تګ راتګ، سمندري امنیت او د تجارتي کښتیو مصونیت ته ګواښ» پېښوي.

د یمن ساحلي ګارد او پوځ وايي چې د ایران له ملاتړو برخمنو حوثي یاغیانو هغه بېړۍ په نښه کړې چې د تانزانیا بیرغ پرې ځړېدلی و. د یمن مقاماتو تائید کړې چې په دې برید کې د ملي مقامت ځواکونو، چې د حکومت ایتلافیان دي، دوه غړي هم وژل شوي دي.

دا د جولای له شلمې نېټې راهیسې په سرې بحیرې کې د حوثیانو تازه برید دی. حوثیانو په سعودي عربستان باندې د سمندري لارو د تړل کېدو اعلان کړی او ریاض تورنوي چې د جولاۍ په ۱۳مه نېټه د یمن په مرکز صنعا کې برید کړي چې په هوايي ډګر کې د یوې ایرانۍ الوتکې د کېناستو مخه ونیسي.

سعودي عربستان د یمن ړ نړیوال پېژندل شوي حکومت حمایت کوي او ژمنه یې کړې چې د نړیوال قانون په اساس به د خپلو بېړیو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات کوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو نړیوال سمندري سازمان ویلي دي چې په سرې بحېري کې د بریدونو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او د سمندري ترانسپورت په ضد دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د جولاۍ په ۲۳مه نېټه ګواښ وکړکه د حوثي یاغیانو بریدونه روان وي، متحده ایالتونه به یې لوی مجازات کړي