د پاکستان حکومت وايي چې هوايي ځواکونو یې د دوشنبې په شپه (مارچ۱۷) د افغانستان په مرکز کابل او ننګرهار کې هوايي بریدونه کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې پاکستانۍ الوتکو په کابل کې د «معتادینو د درملنې یو روغتون بمبار کړی او سلګونه کسان یې وژلي او ژوبل کړي» دي.
نړیوالو رسنیو د طالب مقاماتو په حواله لیکلي دي چې «برید د اميد په نوم د معتادينو د درملنې په ۲زره بستريز روغتون» شوی دی او تر دې دمه د «۴۰۸ کسانو د وژل کېدو او ۲۶۵ کساان د ژوبل کېدو» راپورونه ورکړل شوي دي.
طالب مقامات وايي د معتادینو په دغه مرکز کې په نشو اخته شوي شاوخوا ۲۰۰۰ کسان تر درملنې لاندې وو چې بېرته ورغېږي او عادي ژوند پیل کړي.
په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې د برید د ځای تصویرونه خپاره شوي چې په کې ښودل کېږي دغه ودانۍ د اور په لمبو کې سوځي او ژغورونکي زخمیان او مړي وباسي.
د پاکستان مقامات وايي چې په ننګرهار کې یې هم څلور ځایونه وېشتلي دي، خو له هغه ځای څخه د تلفاتو کوم راپور ورکړل شوی نه دی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د «ترهګرۍ د حمایت پوځي سیمې» په نښه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ په دغو بریدونو کې د ولسي تلفاتو خبره د طالبانو «پروپاګند» بللې او ادعا کوي چې بریدونه یې دقیق وو او پوځي ځایونه وېشتلي دي.
تارړ په خپل رسمي ایکس حساب کې لیکلي دي: «ټول هدفونه دقیق په نښه شوي او یوازې هغه تاسیسات وېشتل شوي چې افغان طالبان یې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان په ګډون خپلو نیابتي ډلو د حمایت لپاره کاروي. د پروپاکند کوونکو طالبانو ناسمې ادعاوې په سیمه کې د هغوی د ظالمانه اقداماتو او ترهګرۍ د حمایت په اړه افغانان او نړۍ نه شې تېر اېستلي.»
پاکستان تل ادعا کوي چې افغان طالبان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک ته پناه ځایونه ورکړي او هغوی له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه پلان کوي او عملي کوي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې هېچاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.