د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو او اسلام اباد اړیکې؛ یو پاکستانی پلاوی کابل ته سفر کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې ددغه هیواد د سوداګرۍ د وزارت د مرستیال خرم اغا په مشرۍ یو پلاوی د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د سوداګرۍ او نورو اړوندو مسلو په سر د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۴ (حمل پنځم) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ددغه پاکستاني پلاوي دا سفر افغانستان سره د پاکستان سوداګریزو او د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ اړیکو ته د اسلام اباد ژمنتیا ښودلې ده.

میرمن بلوڅ ویلي: "د سوداګرۍ وزارت مرستیال خرم اغا به دوشنبې په ورځ د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۵ د سوداګرۍ او نورو اړوند مسلو په سر د خبرو لپاره افغانستان ته یو په دوه ورځیني سفرلاړ شي. پاکستان د افغانستان سره د سوداګرۍ ودې او د خلکو ترمنځ اړیکو ودې ته ژمن دی."

دا د افغانستان په دوو جنوب ختیځو ولایتونو باندې د پاکستان د هوايي ځواکونو د د روانې میاشتې مارچ ۱۸( کب ۲۸) د بریدونو وروسته کابل ته د یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي سفر دی.

د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د پاکستان د هوايي ځواکونو الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی، چې له امله یې په ډواړو ولایتونو کې پنځه ښځې او درې ماشومان وژل شوي او دوه کورونه نړیدلي وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د هوايي پوځ دا بریدونه د افغاسنتان په حریم باندې تیری ګڼلی و او ددغه حکومت د دفاع وزارت ویلي وو چې ددغو بریدونو په ځواب کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په کورمه پاړه چنار سيمه کې د پاکستان په پوځي اډو بریدونه کړي چې په کې د مرګ ژوبلې رپورټونه هم ورکړل شوي دي.

دا پلاوی په داسې حال کې د طالبانو چارواکو سره په کابل کې خبرې کوي چې د پاکستان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي د طالبانو حکومت باید د پاکستان په خاوره کې له افغانستان څځه د تحریک طالبان پاکستان وروستي شوي بریدونه وغندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په لندن کې په یو خبري کنفرانس کې د خبرو په وخت د افغانستان په خاوره د پاکستان د پوځ د هوایي بریدونو دفاع وکړه او وویل چې پاکستان د افغانستان په خاوره دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس د ترهګرو په پټنځایونو کړي دي .

اسحق ډار ویلي چې ګاونډي هیوادونه باید په خپلو کې د اړوند همکاریو له لارې د ترهګرۍ مخه ونیسي ځکه چې په امنیت کې ژوند د هر چا په ګټه دی.

اسحاق ډار په خپلو خبرو کې تور ولګوه چې په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" له خوا شوي چې په افغانستان کې میشت دي. هغه وویل چې د طالبانو حکومت باید ددې ترهګریزو بریدونو غندنه وکړي .

د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغو څرګندونو او هم کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG