یو پاکستانی په "فیسبوک کې اسلام ته د سپکاوي" په جرم بندي شو

د پاکستان یوې محکمې یو کس په فیسبوک کې د یوې لیکنې په جرم چې "اسلام ته سپکاوی" گڼل شوی په پنځه کاله بند محکوم شو.

داسې ښکاري چې دا په پاکستان کې د انترنیټي جرمونو د نوي قانون له مخې د سزا ورکولو لومړۍ پیښه وي.

سجاد علي نومې پاکستاني په ٢٠١٧ کال کې د اسلامي شخصیتونو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې په کفري (اسلام ته سپکاوي) لیکنو تورن شوی و.

اسلام ته سپکاوی په پاکستان کې له جدي موضوعگانو څخه گڼل کیږي او هغوی چې اسلام ته په سپکاوي مجرم وگڼل شي کیدای شي د اعدام په سزا هم محکوم شي.

ددغه کس مدافع وکیل، بشیر چوهدري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د سجاد علي قضیه د انټرنیټي جرمونو د هغه قانون په اساس ارزول شوې چې په ٢٠١٦ کال کې تصویب شوی دی.

په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي ضد مظاهرې

د پاکستان د بشري حقونو د یوې ډلې مسؤل شهزاد احمد، دغه اقدام د "اندیښنې وړ" گڼلی دی.

هغه وویل: "هغه څه چې ډیر د اندیښنې وړ دي هغه ددې قاون نه د سؤ استفادې احتمال دی". ښاغلي احمد زیاته کړه، داسې اندیښنه شته چې د انټرنیټي جرمونو قانون د خلکو د ځپلو لپاره په یوې وسیلې بدل شي.

پاکستاني مقاماتو ویلي چې ددغه قانون د تصویب راهیسې د انټرنیټي جرمونو په اړوند شاوخوا ٥٠٠ ادعاوی شوې دي.

ددغه قانون منتقدین پدې باور دي چې دغه قاون کیدای شي په پاکستان کې د بیان آزادۍ محدودولو ته لاره پرانیزي.

د اسلام آباد سترې محکمې په ٢٠١٧ کال کې د هغه څه په اړه چې "په انټرنیټ کې کفر ویل" گڼل شوي د پلټنو امر وکړ او گواښ یې وکړ چې که ټولنیزې رسنۍ اسلام ته د سپکاوي ډک مطالبو له خپرولو مخنیوی ونکړي، دوي به یې وتړي.

په ٢٠١٠ کال کې پاکستان د فیسبوک شبکه "اسلام ته د سپکاوي" ډک مطلب د خپرولو په تور دوه اونۍ وتړله. همداشان یوټیوب د اسلام د پیغمبر په اړوند د یو فلم د خپرولو په دلیل چې په زیاتو اسلامي هیوادونو کې یې ګڼ اعتراضونه زیږولي وو د ٢٠١٢ او ٢٠١٦ کلونو ترمنځ تړل شوی و.