د هند صدراعظم نرېندرا مودي وايي د افغانستان وضعیت ته پام کولو پرته به په اسیا کې تلپاتې سوله او ثبات ترلاسه کول ستونزمن وي.
نرېندرا مودي د سه شنبې په ورځ (سپتمبر لومړۍ) د شانهګای د همکاریو سازمان په غونډې کې وویل، "د یورو-اسیا د سولې او ثبات په اړه زموږ مشترکه هیله د افغانستان له سولې او ثبات سره تړلې دي."
ښاغلي مودي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره «پراختیایي او بشري مرستې کوي او روانې به یې ساتي».
د شانګهای د سازمان ۲۶مه غونډه د قرغیزستان په مرکز بشکیک کې وه، چې د غړو هېوادونو مشرانو او استازو په کې د سیمه ایزې همکارۍ، اتصال، سولې، امنیت او نورو اړوندو مسائیلو په اړه خبرې وکړې.
د رسنیو د راپورونو په اساس په دې غونډې کې د افغانستان څخه کوم استازی نه و او نه هم افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه. د شانهګای د همکاریو د سازمان غونډه هرکال یو ځل کېږي. تېر کال دا غونډه د روسیې په پلازمېنې مسکو کې وشوه.
دا سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د یو سیاسي، اقتصادي او امنیتي بنسټ په توګه جوړ شو چې چین، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، اوزبیکستان او تاجیکستان یې لومړي غړي وو. هند او پاکستان په ۲۰۱۷، ایران په ۲۰۲۳ او بلاروس په ۲۰۲۴ کلونو کې د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهېسې د شانګهای د همکاریو سازمان ناظر غړی ، خو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په دغه سازمان کې د ناظر په توګه د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی دی.