د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډې کې نه و


د شانګهای د همکاریو د سازمان په تازه غونډې کې، چې د نومبر په ۱۷مه او ۱۸مه په مسکو کې وشوه، له افغانستان څخه په کې هېڅ استازی نه و. افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهېسې د شانګهای د همکاریو سازمان ناظر غړی دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له سیاسي، اقتصادي او تجارتي ستونزو سره لاس او ګریوان دی، د سیمې ثبات او سیاسي همغږي، اقتصاد، تجارت، پانګونه او فرهنګي او بشري مرستې د شانګهای د همکاریو د سازمان د وروستۍ غونډې مهم بحثونه وو.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سپتمبر په میاشت کې ویلي وو، چې افغانستان د شانګهای د همکاریو د سازمان د ناظر په توګه د غړیتوب له بیا ترلاسه کولو وروسته کولای شي د مسکو په غونډې کې ګډون وکړي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت د شانګهای همکاریو سازمان کې د ناظر په توګه د افغانستان غړیتوب وځنډول شو، خو کابلوف څو میاشتې مخکې وویل چې د دغه سازمان دایمي غړي افغانستان ته د ناظر په توګه د غړیتوب د بیا ورکولو په اړه مثبت فکر لري.

د دغه سازمان استازو او د روسیې حکومت لا په دې اړه تبصره نه ده کړې، چې ولې د مسکو غونډې ته د طالبانو استازي بلل شوي نه وو. د دغه سازمان د غړو په ګډون هېڅ یو هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو چین، روسیې، هند، ایران او اوزبیکستان، چې د دغه سازمان غړي دي، په خپلو هېوادونو کې د طالبانو دپلوماتان منلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق دار د شانګهای د همکاریو د سازمان په غونډې کې وویل چې «د سیمې د سولې او امنیت لپاره د افغانستان ثبات حیاتي» دی او په خبره یې په سیمې کې ثابته اقتصادي وده په افغانستان کې له پایداره اقتصادي ودې پرته نا ممکنه ده.

د شانګهای د همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د یو سیاسي، اقتصادي او امنیتي سازمان په توګه جوړ شو چې چین، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان،‌ اوزبیکستان او تاجیکستان یې لومړي غړي وو.

هند او پاکستان په ۲۰۱۷، ایران په ۲۰۲۳ او بلاروس په ۲۰۲۴ کلونو کې د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. منګولیا د افغانستان په څېر د دغه سازمان ناظر غړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG