پنټاګون د مهماتو د کموالي په اړه راپورونه رد کړل

د امریکا د متحده ایالاتو د جګړې وزارت د هغه راپور موندنې رد کړې دي چې په کې ویل شوي د ایران سره د جګړې نږدې ۶۷ سلنه لګښت په مهماتو لګیدلی دی.

د پنټاګون یوه جګپوړي چارواکي دغه راپور چې وايي جګړه د مهماتو د کمښت لامل شوې، رد کړ او ویې ویل چې څېړونکو ټولو اړوندو معلوماتو ته لاسرسی نه وو درلودلی. هغه همدارنګه هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د متحده ایالاتو مهمات ختم شوي دي.

دې چارواکي امریکا غږ ته په یوه بریښنالیک کې ویلي: "موږ د هغوی له موندنو سره موافق نه یو، او هر هغه راپور چې دا وایي د متحده ایالاتو مهمات ختم شوي، په بشپړه توګه ناسم دي."

دې چارواکي وویل، "د امریکا پوځ په نړۍ کې تر ټولو قوي او وړ جنګي ځواک پاتې دی. موږ هرکله چې ولسمشر لارښونه وکړي، د جګړې او پریکنده بریدونو لپاره د اړین ځواک ټول قابلیتونه لرو."

د پنټاګون د څارونکې ادارې هغه راپور چې پدې اونۍ کې کانګرس ته استول شوی، اټکل کوي چې د "حماسي غضب" عملیاتو، چې د فبروري په ۲۸مه پیل شوي وو، د جون تر ۲۹مې پورې امریکایي مالیه ورکوونکو ته ۳۳.۴ میلیارده ډالره لګښت درلود.

په دې لګښتونو کې ۲۲.۳ میلیارده ډالره د مهماتو، ۷.۴ میلیارده د عملیاتي چارو لپاره او ۳.۷ میلیارده ډالره د تجهیزاتو د ضایع کیدو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

راپور، د جګړې وزارت د تدارکاتو د مرستیال دفتر په حواله، دا هم موندلې چې د عملیاتو د مهماتو لګښت د "ستراتیژیکو زېرمو د کمښت" لامل شوی دی.

د کانګرس د بودیجې دفتر (CBO) لخوا په دې اونۍ کې یو بل خپاره شوي راپور اټکل کړی چې له ایران سره د جګړې لګښت د اګست تر لومړۍ نېټې پورې ۳۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی. د یاد دفتر په وینا، دا اندازه د مصرف شویو وسلو او په جګړه کې د له لاسه تللو تجهیزاتو د بدلولو لګښتونه، د الوتنو د ساعتونو زیاتوالی، نور عملیات، او د تیلو د لګښتونو زیاتوالی منعکسوي.

د کانګرس د بودیجې دفتر خبرداری ورکړی چې د یو شمیر مشخصو دفاعي راکټونو جوړول او زیرمه کول به شاید لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي.

پنتاګون او سپینې ماڼۍ په پرله پسې ډول هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې امریکا د مهماتو له کمښت سره مخ ده. د پنتاګون مشر ویاند شان پارنیل د چهارشنبې په ورځ د امریکا غږ ته په یوه برېښنالیک کې د دغه وزارت دریځ یو ځل بیا تکرار کړ.

پارنیل وویل:"د متحده ایالاتو د مهماتو د کمښت ادعاوې ناسمې دي. کله چې د جعلي خبرونو رسنۍ په بې مسؤلیته توګه دا درواغ خپروي، نو پایله یې په ښکاره توګه دا ده چې زموږ دښمنان زړور کیږي او یا پر امریکایي ځواکونو برید کوي."

پارنیل وویل چې د متحده ایالاتو پوځ د ګواښونو سره د مقابلې او عملیاتو ترسره کولو لپاره اړین اکمالات لري.

هغه وویل: "موږ د ولسمشر د انتخاب په وخت او ځای کې د برید لپاره هر څه لرو. موږ د څو جنګي قوماندانیو په کچه لا دمخه بریالي عملیات ترسره کړي دي، او په ورته وخت کې د خپلو خلکو او ګټو د دفاع لپاره یو ژور او چمتو چمتو ساتلی دی." هغه زیاته کړه: "هر مخالف چې د رسنیو شور د امریکا د کمزورۍ په توګه ویني، حقیقت به په سخته توګه ومومي."

د تفتیش ریاست د راپور له مخې، د ایران له بریدونو سره سره د جګړې پرمهال په کویټ، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عراق، عمان او اردن کې د امریکا په اډو کې سلګونه ودانیو او جوړښتونو ته هم زیان اوښتی دی.

په دې عملیاتو کې د لسګونو امریکایي الوتکو د ویجاړېدو یا زیانمن کېدو راپور هم ثبت شوی، چې په کې د څلورو F-15 الوتکو ویجاړول شامل دي چې له هغو څخه درې یې د خپلو ځواکونو له خوا او یوه د دښمن له خوا ویجاړه شوې؛ د یوې F-35 الوتکې زیانمنیدل؛ او اوو تیلو ورکوونکو الوتکو چې زیانمنې شوې یا ویجاړې شوې؛ او تر ۳۰ پورې بې پیلوټه الوتکې چې ویجاړې شوې دي، ثبت کړای شوي دي.

د جګړې وزارت په وروستیو اونیو کې د دفاعي شرکتونو سره ګڼ تړونونه لاسلیک کړې دي ترڅو د توغندیو شنډوونکي او ددغو راکټونو برخې په چټکۍ او لوی مقدار کې تولید کړي.

پنتاګون د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکایي دفاعي ټکنالوژۍ د شرکت، لکهید مارټین سره یې له هوا څخه هوا ته (AIM-260) توغندیو د تولید د پراخیدو هوکړه وکړه.

د اګست په نیمایي کې، پنټاګون له بوینګ او آر ټي ایکس (RTX) شرکتونو سره د تړونونو د لاسلیک کولو اعلان هم وکړ، ترڅو د SM-3 دفاعي مزایلو تولید زیات کړي، کوم چې په هوا کې د بالستیک مزایلو د مخنیوي او له منځه وړلو، او د پرمختللو بالستیک مزایلو د ګواښونو سره د مقابلې لپاره ډیزاین شوي دي.