د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ له تهران سره د تعامل پرېکړه زه کوم

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې تهران په " کلکه او چټکۍ" سره واشنګټن سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

خو نوموړي زیاته کړې چې دا پرېکړه چې امریکا له ایران سره تعامل وکړي که نه، د هغه په لاس کې ده.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۴) په ټروټ سوشل ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې ولیکل، "د ماتې په حال کې ایران غواړي چې په کلکه او چټکۍ سره هوکړه وکړي. زه به پرېکړه وکړم چې متحده ایالات ایران سره تعامل ته داخل شي که نه.".

ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د یکشنبې په ورځ د ایرلنډ په ډونبګ ښار کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "[ایراني چارواکي] په دوامداره توګه اړیکه نیسي. غواړي چې یوه هوکړه وکړي. باید یوه سمه هوکړه وکړي. زه داسې هوکړه نه لاسلیک کوم چې ښه نه وي."

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ایران سره جګړه به د دې کال له پای ته رسېدو مخکې، او په ډیر احتمال سره د امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته پای ته ورسېږي، هغه ټاکنې چې ټاکل شوې د نومبر په درېیمه نېټه ترسره شي.

ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې له ایران سره تر جګړې وروسته به په متحده ایالاتو کې د تېلو بیه راټیټه شي.

د دوشنبې په ورځ، په یوه بله پیغام کې، ټرمپ وویل چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد روان دی او هغه هېوادونه چې د خلیج پر تېلو تړلي دي باید د متحده ایالاتو لګښتونه جبران کړي.

ډونالډ ټرمپ ولیکل، "نفت د هرمز له تنګي څخه تیریږي. د نړۍ هغه هیوادونه چې له موږ سره یې مرسته نه ده کړې، باید له دې جګړې وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته د لګښتونو جبران وکړي. موږ دا کار د ځان په پرتله د نورو لپاره ډیر کوو، او له نسلونو راهیسې مو همداسې کړي دي!"

امريکا او ايران يو بل د هغه هوکړه لیک په سرغړونې تورنوي چې دواړو خواوو ترمنځ د جون په نيمايي کې د قطر او پاکستان په منځګړيتوب لاسليک کړی و.

خو د هرمز په تنګي کې پر دریو سوداګریزو کښتیو د ایران له برید وروسته، ټرمپ د جولای په ۷مه اعلان وکړ چې له ايران سره اوربند "پای ته رسېدلی دی".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG