د لاس رسي وړ اتصالات

اټومي بم ته د ایران د لاسرسي موضوع هواره شوې – جانسن

 مایک جانسن - د امریکا د استازو جرګې مشر
مایک جانسن - د امریکا د استازو جرګې مشر

د امریکا د متحده ایالتونو د کانګرس د استازو مجلس مشر مایک جانسن ویلي دي چې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي موضوع (هواره) شوې او واشنګټن اوس باید د تیلو د قیمت د ټیټیدو لپاره هڅه وکړي.

جانسن وویل، "ایران به اټومي وسلې ونلري. دا په تیره نیمه پیړۍ کې د امریکا د بهرني سیاست یو مهم هدف وو... دا موضوع هواره شوې او اوس باید د تیلو بیه راټیټه کړو. "

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تیر کال د یو ګیلن پټرولو بیه له ۳.۲ ډالرو څخه ټیټه وه خو اوس کابو ۴.۴ ته رسیدلې او د یو ګیلن ډیزل تیلو نرخ ۶.۳ ډالرو ته پورته شوی دی.

اوسمهال په نړیوالو بازارونو کې د یو بیرل برنټ خامو تیلو بیه شاوخوا ۱.۵ ډالره ده چې په منځني ختیځ کې د جګړې د مخکې مودې په پرتله کابو پنځوس سلنه لوړه ده.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهار شنبې په مازدیګر د نفتي موادو د بیې لوړیدو ته په اشارې سره وویل، هغه کار چې امریکا د ایران په اړه کړی، یعني اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوي، د قیمتونو دا لوړوالی ( ډیره ټیته) بیه ده.

ولسمشر ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د ایران د جګړې د اوسني وضعیت په اړه یې وکړه، هیله څرګنده کړه چې دا جګړه خپل پای ته نږدې شوې ده.

ایران ته په اشارې، ولسمشر ټرمپ وویل: " هغوی هوکړه غواړي، باید ولیدل شي چې وضعیت څه ډول پر مخ ځي. "

ولسمشر ټرمپ هیله څرګنده کړه چې د ایران جګړه به ( یو واقعا ښه پای) ولري، د هغه په وینا ایران به ددې وضعیت د دوام توان نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG