هګسیت: د امریکا له پوځیانو سره مقابله د دښمانو په ماته تمامیږي

د امریکا د جګړې وزیر پيټ هګسیت وایي د امریکا متحدین باید پوه شي چې واشنګټن "په کلکه او ټینګه" ولاړ دی، او د امریکا دښمنانو ته یې خبرداری ورکړ چې "د متحده ایالاتو له وسله والو ځواکونو سره مخامخ کېدل له ماتې سره مخامخ کېدل دي".

د متحده ایالاتو د جګړې وزیر دا څرګندونې د شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۹) د ټکزاس ایالت ته د سفر پر مهال د ټکزاس A&M پوهنتون کې پوځي زده کوونکو ته وکړې.

هګسیت وویل: "زموږ دښمنان باید په دې هم پوه شي چې که دوی د متحده ایالاتو له وسله والو ځواکونو سره مقابله وکړي، پایله به یې ماته وي."

هګسیت زیاته کړه: "د ولسمشر ټرمپ د جمهوري ریاست په دوره کې، نړۍ دا زده کړل چې موږ یوازې د ګټلو لپاره جګړه کوو."

د متحده ایالاتو د جګړې وزیر، د امریکا پوځ ته په خطاب کې وویل: "ستاسې د جګړې د وزیر په توګه، زه تاسو ته دا ژمنه په شخصي توګه درکوم؛ لکه څنګه چې زما ملګري د عراق او افغانستان د جګړې په ډګرونو کې زما ملاتړ کړی و، زه به تل ستاسو ملاتړ وکړم."

پیټ هګسیت زیاته کړه چې د متحده ایالاتو ولسمشر او د وسله والو ځواکونو علي سر قومندان، ډونالډ ټرمپ هم "هره ورځ" د امریکا له پوځ څخه ملاتړ کوي.

د متحده ایالاتو د جګړې وزیر، په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره خپلو لیدنو ته په اشارې سره وویل چې د امریکا ولسمشر "هره ورځ امریکا ته لومړیتوب ورکوي، هغه سختې پریکړې کوي چې نور یې کول نه غواړي، او بیا د هغو کسانو چې سخت کار کوي، ملاتړ کوي."

هغه وویل د قوماندانانو ډاډ پوځي پرسونل ته اجازه ورکوي چې "د بریا ترلاسه کولو لپاره اړین خطرونه" ومني او "لوی او زړور" اقدامات وکړي.

هګسیت دا هم وویل چې په پنټاګون کې د هغه دنده د امریکایي ځواکونو لپاره د اړینو وژونکو وسلو د برابرولو لپاره کار کول دي.