د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه له خپل واقعي دښمن سره مخ شوه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې وزارت په مقر کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د ترهګریزو بریدونو په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې امریکا په هغه ورځ له خپل واقعي دښمن سره مخ شوه.

ولسمشر ټرمپ وویل، متحده ایالات به هیڅ وخت د خپلو خلکو قرباني هیره نکړي او تل د بریا لپاره جګړه کوي.

ولسمشر ټرمپ وویل: "نن موږ هغه سپېڅلې لوړه تازه کوو چې پنځه ویشت کاله مخکې د هغوی په نوم کړې وه. موږ به ، هېڅکله هېر نه کړو. له همدې امله نن جګړه کوو. بله انتخاب نلرو ، یوازې باید بریا وي. موږ سخته جګړه کوو ، موږ جګړه کوو چې ویې ګټو."

د ښاغلي ټرمپ تر څنګ، د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت پدې مراسمو کې وویل چې د سپټمبر د یوولسمې پيښو امریکا ته په داسې شکل تغیر ورکړ چې میلیونونه امریکایان د خپل هیواد د دفاع لپاره ودریدل او دې هیواد ته یې نور هم قوت ورکړ.

هګسیت د ایران سره جګړې ته په اشارې چې شاوخوا شپږ میاشتې ورڅخه تیریږي وویل، ایران په افغانستان او عراق کې پر امریکایانو او امریکایي ځواکونو ترهګریز بریدونه وکړل.

هګسیت وویل: "متحده ایالاتو د هغوی مشران وژلي، هوایي ځواک یې له منځه وړی او سمندري ځواک یې د سمندر په تل کې پروت دی. دفاعي سیسټمونه یې له منځه تللي دي. موږ لا هم ترهګر هغه ځای ته استوو چېرې چې د هغوی مربوط کیږي، یعنی دوزخ ته، او کښتۍ د سمندر تله ته. او موږ ډاډ ترلاسه کوو چې ایران به هیڅکله اټومي وسله ونه لري. اقتصادي فشار هره ورځ ډېرېږي. د تنګي کنټرول زموږ په لاس کې دی. موږ به دا جګړه پای ته ورسوو. "

د سپټمبر د یوولسمې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو په یاد نور مراسم په نیویارک کې جوړ شوي وو چې پکې د ولسمشر ټرمپ مرستیال جې ډي ونس ګډون کړی وو.

همدارنګه د پنسلوانیا ایالت شنکسویل ښار هم د یو لړ مراسمو کوربه وو، هغه ښار چې د ترهګرو له خوا تښتول شوې الوتکه پکې راولویده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG