د افغانستان اتو ولايتونو کې د ګوزڼ واکسين فرعي کمپاين پیلېږي

د روغتيايي مسؤلینو په وينا ټاکل شوې، د پوليو ضد دغه کمپاين کې چې سبا دوشنبه پيلېږي او د جمعې تر ورځې به دوام ولري، د ۸ ولايتونو په ۷۹ ولسواليو کې به ۲،۵ ميليونه ماشومان واکسين شي.

د روغتيا نړيوالې ادارې يا WHO د معلوماتو له مخې په دغه کمپيان کې د خوست، پکتيا، پکتيکا، غزني او فراه ټولې ولسوالۍ او دغه راز د کابل ښار او د هرات او بادغيس ولايتونو ځينې سيمې شاملې دي.

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل احمد شاه لکڼوال د دې کمپاين د پرانیستنې پرمهال وويل چې که څه هم د واکسين په مخ کې ځينې ستونزې شته، خو په ټوليز ډول په دې ولايت کې دا پروسه ښه تطبيقيږي.

د ګوزڼ ټیم افغان ماشوم ته د واکسین ورکولو پرمهال

هغه وويل: ”په يوه سيمه کې چې د ويروس امکان موجود وي، له هغه ځای نه د انسان په وسيله نورو سيمو ته ويروس انتقالېږي، د دې لپاره چې يو ماشوم هم پاتې نشي، بايد ټولو ساحاتو رسيده ګي وکړو‟.

که څه هم ځينې ستونزې شته خو د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت په وينا په ټوليز ډول له دې پروسې سره د خلکو همکاري زياته شوې او د انکاري کورنيو شمېر هم مخ په کمېدو دی.

ديني عالم عبدالواسع سعيد چې د ياد کمپاين د پرانیستې مراسمو ته يې خبرې کولې، د ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو کې پر روغتيايي مسوولينو سربېره د عامو خلکو ونډه هم ډېره مهمه او اسلامي وجيبه وبلله.

نوموړي وويل: ”پوليو يوه وژونکې ناروغي ده او له وقايې پرته علاج هم نه لري. نو په دې اساس ويلای شو چې دا زموږ د ټولو مسووليت جوړېږي چې ټولنه له دې ناوړه ناروغۍ څخه پاکه کړو‟.

پوليو دايمي معلولوونکې ويروسي ناروغي ده، چې له يوه انسان څخه بل ته په ډېرې اسانۍ سره انتقالېږي، د روغتياپالانو په وينا د دې ناروغۍ د مخنيوي يواځنۍ وسيله د ګوزڼ ضد واکسين دي.

په دغه کمپاین کې به ۲،۵ ميليونه ماشومان واکسين شي.

تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

په دې ناروغۍ اخته شوي ټول هغه ماشومان دي چې د ګوزڼ ضد له واکسين نه په قطعي ډول محروم او يا په سمه توګه ورته نه وو تطبيق شوي.