د لاس رسي وړ اتصالات

له یو کال ځنډ وروسته ارزگان کې د گوزڼ واکسین کیږي


ارشیف
ارشیف

روغتیايي مقامات وايې له یو کال ځنډ وروسته د اروزګان په ولایت کې د گوزڼ ضد واکسین تطبیق کیږي.

د ارزگان ولایت په شهید حساس ولسوالۍ کې تیر کال د گوزڼ (پوليو) د دوو مثبتو پیښو پیدا کیدو سره سره لا هم د امنیتي ستونزو له وجې د سیمې ماشومان ندي واکسین شوي.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبدالشکور نصرت امریکا غږ ته وويل چې د شهید حساس ولسوالۍ په ګډون د اروزګان په ګڼو سیمو کې د پوليو پرضد د واکسین هیڅ کمپاین ندي شوی.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت مسئولین وايې چې د کندهار په څېر به په اروزګان ولایت کې هم د کور په کور پر ځای د کلیو د څو کورونه ماشومان یو مرکز ته راټولیږي او واکسین به ورته تطبیقیږي.

ډاکتر نصرت زیاتوي چې په اروزګان ولایت کې یو سلو شپېته زره ماشومانو ته واکسین کول هدف ټاکل شوی چې سل زره ماشومان يې له تیر کال راهیسی له واکسین څخه محروم پاته دي. د هغه په وینا دغه کمپاین به په راتلونکو څلورو ورځو کې پیل شي.

د پوليو له پروګرام سره همکار بنسټونه وايې چې ټولو ماشومانو ته واکسین کول د هغوی د روغتیا لپاره اړین دي، خو د ستونزو د شتون په صورت کې د ماشومانو د وقایې لپاره د هر پرمختګ هر کلی کوي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونیسف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکا غږ ته وويل چې د افغانستان په کچه د پوليو ډيري پېښي له هغو سیمو څخه دي چې هلته د واکسین کمپاینونه له ستونزو سره مخ دي.

پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي لاهم په افغانستان کې یوه جدي روغتیايي مسئله ده چې په تېر کال کې يې زیاتي پېښي په جنوبي ولایتونو کې رامنځ ته شوي.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر غني د روغتیا د نړیوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې ویلي، سره له دې چې نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړلو لپاره زیاتي منابع مصرف کړي خو پدې برخه کې لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG